• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پشتین: زه د افغانستان پښتنو او نورو قومونو ته د ورورۍ په نظر ګورم

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۱

منظور پشتین وايي، چې سره له دې چې دده خبره غیر پښتنو افغانانو ته نه رسیږي، خو دی د وروڼو په څېر په برابر نظر ورته ګوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان له غیر پښتنو قومونو غوښتنه وکړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي، ځکه دوی ټولو ته د خپلو وروڼو او وینې په حیث په برابر نظر ګوري.
منظور پشتین په یوه ایکس سپېس کې وویل، چې ده افغانستان کې د غیر پښتنو قومونو پر هرې غمیزې خپل غږ پورته کړی او دا کار یې په غیر مشروط ډول کړی او له دې وروسته هم دا انساني دنده په غیر مشروط ډول پرمخ وړي.
پشتین په خپلو خبرو کې وویل: «د انسانیت په خاطر زه د افغانستان ټولو قومونو ته، که پښتانه دي او که غیر پښتانه، ټولو ته خواست کوم، چې تاسې مو هم ملګرتیا وکړئ. زه د افغانستان هغه که پښتون دی او که نور قومونه ټولو ته د وروڼو په نظر ګورم، موږ د خپلې وینې په نظر ورته ګورو».
منظور پشتین وايي، چې سره له دې چې دده خبره غیر پښتنو افغانانو ته نه رسیږي، خو دی د وروڼو په څېر په برابر نظر ورته ګوري.
پشتین وايي: «د افغانستان ټول قومونه دردېدلي، موږ د هغوی ملاتړ کوو».
هغه زیاته کړه: «یوه واقعه راته وښیئ چې د افغانستان له غیر پښتنو سره شوې وي او موږ د هغې لپاره غږ نه وي پورته کړی، زړه مو درد ورسره کوي. دا کار مشروط هم نه کوو، چې که دوی مو ملاتړ کوي نو موږ یې هم کوو. ټول عمر به یې غیر مشروط ملاتړ کوو».
پشتین وايي، چې په افغانستان کې ددوی مخالفت کیږي، خو ددغه مخالفت لپاره هیڅ واضح دلیل نه ویني.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې پښتون قومي جرګې له چا سره د جګړې اعلان نه دی کړی، بلکې په خپله سیمه کې سوله غواړي.
هغه د پښتنو له سیمو د پوځ وتل د سیمې د سولې او امنیت په ګټه وباله.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې