• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو ټولنه: طالبانو غزني کې یو خبریال په یوه میاشتني بند محکوم کړ

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په غزني کې د طالبانو محکمې د خوشال راډیو مسوول حکمت ارین په یو میاشت بند محکوم کړی. دغه سازمان چې د خبریالانو ملاتړ کوي زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو له دې سزا سره مخالفت کړی او غواړي د نوموړي د بند موده اوږده شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د تلې پر ۲۳ مه) په زندان کې د دغه خبریال پر ساتلو او د محکمې په پریکړه کې د طالبانو د استخباراتو پر لاسوهنې اندیښنه څرګنده کړه او د حکمت ارین د سملاسي او بې شرطه خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.
دغه مرکز د سرچينو له خولې ليکلي، چې یاد خبريال د طالبانو د جګړه ییزو عملياتو په اړه د یو رپوټ د خپرولو په تور په بند محکوم شوی.
د خوشال خصوصي راډیو دغه مسوول د تلې میاشتې پر اتمه په غزني کې د کار پرمهال د طالبانو استخباراتو له خوا په دفتر کې ونیول شو.
ددې راډیو یو کارکوونکی سلیمان راحل وايي، چې حکمت ارین واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې په خپل غږ کې یو کتاب خپور کړی و، چې د افغان جګړې د ښکیلو لوریو په اړه لیکل شوی.
د خوشحال راډیو مسوول مدیر تورن شوی، چې د کتاب په غږیزه نسخه کې یې دې ډلې ته سپکاوی کړی.
د افغان خبریالانو مرکز دغه خبریال ته د بند سزا اورول رڼه او عادلانه نه بولي او په دې قضیه کې د طالبانو د استخباراتو د مداخلې په اړه اندېښنه ښيي.
یاد مرکز په غزني کې د طالبانو له محکمې غوښتي، چې پر خپل دې حکم او تور بیاکتنه وکړي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي