• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه ۲۸۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۸۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د راپور له مخې، ‏ ۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۱ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۹۷ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۵۲ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې ۱۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دغه ستونزه باید له ریښې حل شي.
نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته مېلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
بل خوا پاکستانۍ رسنیو هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي و، چې د سپټمبر له ۹مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي