• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ارغواني شنبو غورځنګ: د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د افغان ښځو پر وړاندې یو جنایت دی

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې له بنسټیزو بشري حقونو څخه سرغړونه نه ده؛ بلکې دا د افغانستان د ښځو پر وړاندې یو ستر جنایت هم دی.

دغه غورځنګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو د «شرعي قوانینو» سخت تفسیر له ځانه سره راوړی، چې د ښځو پر حقونو د سیستماتیک فشار لامل شوی دی.
د دغه غورځنګ په لیکنه، له زده‌کړو څخه د نجونو بې برخې کېدل ژورې اغېزې لري.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې ښوونه او روزنه د پياوړتيا لپاره هغه وسيله ده چې ښځو ته دا وړتيا ورکوي چې ټولنيز نورمونه وننګوي، په اقتصاد کې برخه واخلي او په سياسي بهيرونو کې نفوذ وکړي.
د دغه غورځنګ په وینا:« کله چې نجونې له زده‌کړو بې برخې کېږي، دوی تر ډېره له بې وزلۍ، کم عمره ودونو او اقتصادي ننګونو سره مخ کېږي. دا نه یوازې دا چې ښځو ته زیان رسوي؛ بلکې د ملي پرمختګ مخه هم نیسي.»
د دغې لیکنې په یوې بلې برخه کې راغلي، چې په کاري ځواک کې د لوستو ښځو له لاسه ورکول د اقتصادي ودې او نوښت امکانات کموي.
دغه غورځنګ لیکلي، نجونې له زده‌کړو منعه کول د بشریت پر ضد جرم دی، ځکه چې دا په سیستماتیک ډول د نفوس نیمایي برخه د ودې او پرمختګ له حقه بې برخې کوي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۵

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه