نبيل: افغانان د ملايي رژيم له ظلم تښتي خو د پناه په لټه د اخوندي رژيم د ظلم قرباني کيږي

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل د ایران د پوله ساتو له لوري د افغانانو وژل ظلم او د اسلامي رژيمونو پر تندي د شرم داغ بللی دی.

هغه زیاتوي، چې «افغانان د هوسا ژوند په لټه د خپل هېواد د ملایي رژيم له ظلم او استبداد خه په تېښته دي؛ خو د پناه لپاره د بل اخوندي رژيم په سرحدونو کې د ظلم او بې رحمۍ قرباني کيږي.»

رحمت الله نبيل پر اېکس پاڼه ليکلي، چې: « د افغانانو بې رحمه وژنه په ډاګوي، چې مذهبي او دیني رژیمونه د اسلام د دین په نامه خپل اصلي او کرغیړن مخ د اسلامي اخوت تر نقاب لاندې پټوي.»

نوموړي دا پېښه، بې رحمه وژنه او وينه تویونه د «ایران او افغانستان د دواړو استبدادي تش په نامه اسلامي رژيمونو په تندي د شرم تور داغ» یاد کړی

نبيل وایي، چې دغه رژيمونه د ظلم، مرګ او ورانۍ بل څه نه لري او هره ورځ خپلې تباهۍ ته نژدې کېږي.