حنیف اتمر:ایران دې د افغانانو د وژنې پېښې بشپړه پلټنه وکړي

د افغانستان د جمهوریت د وخت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانانو د وژل کېدو د پېښې په تړاو له ایران نه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د جمهوریت د وخت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانانو د وژل کېدو د پېښې په تړاو له ایران نه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.
اتمر وایي،"لومړی لازمه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي د دغې ناوړه پېښې په تړاو د ټولو اړخونو یوه بشپړه او هراړخیزه څېړنه وکړي؛ همداراز قربانیانو او ټپیانو ته دې لازمه پاملرنه او د څېړنو د موندنو له مخې دې د عدالت تأمین لپاره اقدامات وشي".
هغه پر خپل اېکس د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې "د ملت ارادې ته درناوی وکړي؛ د خلکو له محرومولو لاس واخلي او د ولس حقونه او ازادي محترمه وګڼي، څو افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ نه شي."
د حال وش په نامه د بشري حقونو یوه سازمان تېره شپه رپوټ ورکړ، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي، چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي.
ځینې نا تایید شوې شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ۲۶۰ افغانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي پاتې او نور وژل شوي یا ټپیان دي.
په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدان چې غږیز فایل یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی وايي، د ایران امنیتي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه کړي او تر ۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.
په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم پر دې پېښه توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني کړنې او ظلم تورن کړی.
تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.