د کورمې اوسېدونکي: که تړل شوې لارې خلاصې نه شي، نو خلک به له بشري ناورین سره مخامخ شي

د تېرې یوې اونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ او پېښور تر منځ د لارې په تړل کېدو سره خلک د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو له کمي سره مخامخ شوي او هغوی وېره لري که دغه لارې ژر تر ژره خلاصې نه شي؛ نو ښايي بشري ناورین رامنځته شي.