• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېرو دوو کلونو کې مو ۶۲ زره سوالګر له کابل او ځینو نورو ولایتونو راټول کړي دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت په حواله خبر ورکړی، چې د دغه معاونیت له خوا د جوړې شوې کمیټې په مرسته یې د کابل په ګډون له یو شمېر نورو ولایتونو څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره نن یکشنبه د (تلې ۲۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په ګډون یې له ځينو نورو ولایتونو څخه ۶۲ زره او ۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سوالګر یې له کابل، ننګرهار، پکتیا، لغمان، پروان، هرات، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان ولایتونو څخه راټول کړي دي.

خبرپاڼه کاږي چې د دغو څه د پاسه ۶۲ زرو سوالګرو له ډلې ۲۷ زره او ۷۱۵ تنه یې مستحق او ۳۱ زره او ۱۲۶ تنه حرفوي سوالګر او پاتې هغه یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه روږدي کسان دي.

د طالبانو حکومت دا نه دي ويلي، چې له راټولو شویو سوالګرو سره د مرستې لپاره څه پروګرام لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو سوالګرو تر ټولو لوی شمېر ۵۸۸۴۱ تنه په پلازمېنه کابل کې او تر ټول کم شمېر ۲۷ تنه په نیمروز کې ثبت شوی.

طالبانو د څه باندې ۶۲ زرو سوالګرو د راټولولو راپور داسې مهال ورکړی، چې دغې ډلې تر دې وړاندې په رسنیو کې د افغانستان د خلکو مالي وضعیت سم بللی او د نړۍوالو رسنیو او بشري سازمانونو هغه راپورونه یې ناسم بللي وو، چې په افغانستان کې یې د خلکو د فقر او بد افتصادي وضعیت په اړه ورکړي وو.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو‌ اېف‌ پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه‌ لري.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده