• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په شپږو میاشتو کې مو د څه باندې یونیم میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرد پلورلي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۹مه) په اېکس پاڼه د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم د مشر محمد قاسم امیري له قوله لیکلي، چې د پلورل شویو زمردو له لیلام څخه یې ۱۶۱۴۰۰ ډالره ګټه د طالبانو خزاني ته ورکړي ده.

محمد قاسم امیري وايي، چې په پنجشیر کې یې ۵۹۰ تنو ته د زمردو د کانونو کېندلو جواز ورکړی او دمګړۍ په دغه ولایت کې د زمردو ۳۰۰ کانونه فعال دي.

طالبانو واک ته له رسیدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګاز، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته ډیره پاملرنه کړې ده.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي.

په دغېډله تور دی، چې د افغانستان د کانې زیرمو په ایستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د فساد په تور له دندې ګوښه کړ.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی