• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرېس او ټرمپ ټیمونه په توپان ځپلي شمالي کارولینا کې د رای اخیستو لپاره مبارزه کوي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو ګوند مشرانو تېره اونۍ په توپان ځپلې شمالي کارولینا کې سره لیدلي، ترڅو د رای ورکوونکو لپاره د رای اچونې لارې چارې ومومي. دوی فکر کوي چې د چورلکو، ریل یا هم د موټرو په وسیله رای ورکوونکي د رای اچونې مرکزونو ته ورسوي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څومره چې رانژدې کیږي هومره دغه سیالي سختیږي. خو د ولسمشریزو ټاکنو په دغې مبارزه کې ډموکراټان د کامالا هرېس لپاره بېله لار ګوري.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په څلور ورځو کې یې لویډیځ شمالي کارولینا کې له لسګونه چارواکو، رایه ورکوونکو او فعالانو سره خبرې کړي. په دغه ایالت کې د جمهوري غوښتونکو د کمپین مشر وویل: «مونږ د رایې ورکوونکو سره د اړیکو بیلابیلې دودیز او نا دودیزې وسیلې وکاروو، تر څوک هغوی ته د رای ورکولو زمینه برابره شي.»

په شمالي کارولینا کې رای ورکوونکي وایي، چې د دوی ایالت په ټاکنو کې مخکښ رول لوبوي. تېره اونۍ شمالي کارولینا له ټاکنو مخکې رای اچونه کې د ۳۵۳ زره او ۱۶۶ رایو په کارولو سره ریکارد جوړ کړ.

د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي ارقام ښیې، چې اچول شویو رایو کې ۳۴.۵ سلنه رایې د ډموکراټانو او ۳۳.۹ سلنه د جمهوري غوښتونکو وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې په همدې موده ۴۳.۷ سلنې رایې د ډموکراټانو او ۲۷.۵ سلنه رایې د جمهوري غوښتونکو وې.

د نظر پوښتنې له مخې، پخوانی ولسمشر ټرمپ او د ولسمشر مرستیاله هرېس په دغه ایالت کې سره ډېر نژدي دي، ټرمپ ۴۸.۱ سلنه او هارېس ۴۷.۳ سلنه ملاټړ له ځان سره لري.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی