د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، باجوړ کې یې د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې تېره شپه یې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نهه وسله وال وژلي دي. دوی وايي، چې په دغو وسله والو کې د سید محمد قریشي په نوم یو قوماندان هم وژل شوی.