پاکستان کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې په ثبتېدو سره دغه شمېر ۴۰ ته لوړ شو

په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د تازه یوې پېښې په ثبتېدو سره روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۰ ته لوړ شو. د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز د راپور له مخې، په پښتونخوا کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوې ده.