• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کامالا هرېس: ټرمپ فاشیست دی

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو راپور له مخې، د ولسمشر مرستیالې کامالا هرېس د چهارشنبه په ورځ ویلي؛ هغه په دې باور ده چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاشیست دی.

د ټرمپ د دورې یو شمیر پخواني لوړ پوړي چارواکي هم داسې ارزونه کوي چې ټرمپ فاشیست دی. اغلې هرېس په وروستیو دوه اونیو کې د ولسمشرۍ لپاره د ټرمپ د شخصیت او وړتیا په اړه خپل انتقادونه ډیر کړي دي.

له نوموړې څخه د سي ان ان په یو مرکه کې په مستقیمه توګه پوښتنه وشوه، چې ایا هغه فکر کوي چې ټرمپ فاشیست دی؟ هاریس وویل: "هو ، زه همداسې فکر کوم.”

د دغې مرکې په یوې بله برخه کې، هرېس د غزې د جګړې په اړه د رای ورکوونکو د اندیښنو په تړاو وویل: "زه په دې پوهیږم چې ډیری کسانو ته د غزې موضوع مهمه ده، خو همدې کسانو ته د خوراکي توکو بیې هم مهمې دي او زمونږ ډیموکراسي ورته هم مهمه ده. دوی ته دا هم مهمه ده چې داسې یو ولسمشر و نه لري چې د دیکتاتورانو ستاینه وکړي او فاشیست وي.”

هرېس دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د ټرمپ پخواني د دفتر مشر جان ایف کیلي له قوله ویل شوي، چې ټرمپ فاشیست دی. دغو څرګندونو هغه بحثونه لا ګرم کړي چې ویل کیږي ټرمپ دیکتاتوری ته لیوالتیا لري او په دوهمه دوره کې به له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي. کیلي، چې یو متقاعد سمندري جنرال دی، نیویارک ټایمز ته یې وویل، چې د پراخ ځواک او نورو ځانګړتیاو په اړه د ټرمپ هیله د فاشیست له ځانګړتیاوو سره سمون لري.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی