• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو قرباني شوی

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص وایي، افغانستان د نړۍ د پرمختللو او صنعتي هېوادونو د اقلیمي بدلون قرباني شوی او منفي اغېزې یې په مستقیم ډول د دغه هېواد په اقلیمي برخه کې د بدلون لامل ګرځېدلې دي.

هغه وایي، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د اوبو، انرژۍ او خوړو پر اړیکو د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
ښاغلي خالص په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې اوس‌مهال له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو سره همغږي ډېره شوې ده.
د هغه په وینا، هڅه کېږي چې په ټولو ملي او نړۍوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان بشپړه استازولي وشي.
ورته مهال په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستيال والي عزیزالله مصطفی هم په دغې غوڼده کې اقلیمي بدلون یو نړۍوال ګواښ بللی او په دې برخه کې يې د ګډو هڅو غوښتنه هم کړې.
له بل پلوه یوناما وايي، د اقلیمي بدلون په ناستو کې چې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړېږي باید د افغانستان د خلکو غږ هم واورېدل شي.
یوناما (د تلې په ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي و:« له هغه ځایه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه سخت اغېزمن شوی؛ نو په کار ده، چې د اقلیمي بدلون په نړۍواله ناسته کې هم له افغانستانه استازی وروبلل شي.»
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹‌م کنفرانس چې د «کوپ ۲۹» په نامه هم یادېږي، د روان کال د نومبر په میاشت د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري