• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۱

د الجزیرې «ان‌سایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بې‌باورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري.

د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو.

سمپل وویل، اسلام‌اباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده.

اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیض‌الله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی.

هغه وویل، پاکستان له سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي بحران، د انرژۍ له کمښت او د بلوڅ بېلتون‌پالنې له اوږدمهالې ستونزې سره هم مخ دی او د دغو ستونزو د حل مسوولیت خپله پر اسلام‌اباد راجع کېږي.

ځلاند زیاته کړه چې افغانستان د خپلې خاورې د نه کارونې مسوولیت لري، خو هر ډول ادعا باید د باور وړ میکانیزمونو له لارې وڅېړل شي.

د بحث پر مهال د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو هم یادونه وشوه. پاکستان وايي په افغانستان کې یې ۱۰ هدفونه په نښه کړي چې د بریدونو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو او فعالیتونو مرکزونه وو، خو د طالبانو حکومت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

سمپل وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې جرړې تر اوسنیو پېښو ډېرې پخوانۍ دي او د ډيورنډ کرښې، حاکمیت او متقابلو شکونو موضوعات پکې شامل دي.

د هغه په وینا، په افغانستان او پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ډیورنډ کرښه نه مني او دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت یو مهم لامل دی.

سید اختر علي شاه ټینګار وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره باید د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په څېر هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي او دواړه لوري د شواهدو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي.

فیض‌ځلاند بیا وویل چې افغانستان او پاکستان خپل جغرافیه نه شي بدلولی او دواړه اړ دي ګډ ژوند وکړي.

د هغه په وینا، د ستونزې د حل لپاره باید یو داسې بنسټیز او د باور وړ میکانیزم رامنځته شي چې د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي او د هرې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پوځي غبرګون پر ځای د حقیقت موندنې لاره خپله شي.

شنونکو خبرداری ورکړ چې د متقابلو بریدونو او غبرګونونو دوام به نه یوازې امنیتي وضعیت خراب کړي، بلکې اقتصادي او بشري زیانونه به هم زیات کړي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

•
•
•

نور خبرونه

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۴ GMT+۱
100%

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې ۱۵ ورځې وروسته دسي‌اې‌اې لومړۍ اووه کسیزه ډله، چې «جې‌اې‌ډبلیو‌برېکر» نومېده، د یوې روسي جوړې چورلکې په وسیله د افغانستان ننوتل او د طالبانو پر وړاندې یې د عملیاتو لپاره استخباراتي ماموریت پیل کړ.

د راپور له مخې، د «جې‌اې‌ډبلیو‌برېکر» په نوم دغه اووه کسیز ټیم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه د پنجشېر درې ته ورسېد. غړو یې له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې هم وړې وې، څو له افغان متحدینو سره د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکونو په جلب او سمبالولو کې مرسته وکړي.

د دغه ټیم دنده د استخباراتي معلوماتو راټولول او د هغو امریکايي عملیاتو لپاره د زمینې برابرول وو چې تمه کېده ډېر ژر به د القاعدې او طالبانو پر وړاندې پیل شي. دا مهال د شمالي ټلوالې پوځي مشر احمدشاه مسعود د القاعدې د دوو غړو په برید کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوه ورځې مخکې وژل شوی و.

هغه روسی جوړ «مي-۱۷» هلیکوپټر چې دغه امریکايي ټیم یې افغانستان ته راوستی و، اوس د سي‌اې‌اې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي. دغه الوتکه له پراخ ترمیم وروسته بېرته هغه بڼې ته نږدې شوې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې لرله.

د سي‌اې‌اې پخوانی افسر ډېوېډ ټایسن، چې څو اوونۍ وروسته په افغانستان کې له دغه هلیکوپټر څخه کار واخیست، وايي الوتکه ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل او شور یې ډېر و.

ټایسن سي‌بي‌اېس نیوز ته وویل: «ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل، ډېره شور ماشور یې درلود او زه نه پوهېدم چې د الوتنې وړ ده که نه؛ خو پیلوټانو ډاډ راکړ چې دا ښه هلیکوپټر دی.»

ولې روسی هلیکوپټر؟

سي‌اې‌اې دغه هلیکوپټر په ۱۹۹۰مو کلونو کې ترلاسه کړی و. د ادارې د تاریخپوه راب بایر په وینا، د روسي جوړښت له امله یې په افغانستان کې د پټې دندې لپاره ځانګړې ګټه لرله، ځکه هم طالبانو او هم شمالي ټلوالې له ورته هلیکوپټرو کار اخیست.

بایر وايي: «شمالي ټلوالې او طالبانو دواړو له مي-۱۷ هلیکوپټرو کار اخیست. دا روسي هلیکوپټرونه دي او په دې سیمه کې د هلیکوپټرو د پیک‌اپ موټر په څېر دي.»

هغه زیاته کړه چې د امریکايي «بلک هاک» پر ځای د مي-۱۷ د کارولو اصلي دلیل دا و چې دغه هلیکوپټر په سیمه کې له نورو الوتکو سره ډېر توپیر نه درلود.

د بایر په وینا، «کله چې د دښمن تر شا سیمو ته ځئ، غواړئ تر ډېره له نورو سره ګډ ښکاره شئ.»

دغه هلیکوپټر د افغانستان د لوړو غرونو د سیمو لپاره هم مناسب و. د پنجشېر درې ته د رسېدو لپاره امریکايي ټیم اړ و چې د انجمن له غاړې واوړي، چې شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ فوټه له سمندر څخه لوړه ده.

بایر وايي، مي-۱۷ له هغو لږو هلیکوپټرو څخه و چې له دغه لوړ غره تېرېدای شول.

هلیکوپټر د امریکايي الوتکو لپاره د پېژندنې ځانګړی سیستم نه درلود، نو عملې یې د لکۍ پر پاسنیو برخو «امریکا» او د امریکا بیرغ رسم کړ، څو د هوا له پاسه د امریکايي پیلوټانو لپاره د پېژندلو وړ وي. د هلیکوپټر د اړیکو نښه یې هم «۹-۱۱-۰۱» ټاکلې وه.

دغه هلیکوپټر وروسته په افغانستان کې له ۳۰۰ ډېر ماموریتونه ترسره کړل او تر ۲۰۱۲ کال پورې په خدمت کې پاتې شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د امریکایانو ننوتل

ټایسن هغه مهال په مرکزي اسیا کې د سي‌اې‌اې د استخباراتي چارو افسر و او په ازبکي، ترکمني او روسي ژبو پوهېده. هغه د سپټمبر پر ۱۱مه برېتانیا ته روان و، خو له کوزېدو وروسته یې افغانستان ته د بېرته تګ لپاره چمتووالی پیل کړ.

هغه وايي: «زه پوهېدم چې د خپلو ژبو، تجربې او په مرکزي اسیا کې د خپلې دندې له امله به په دې ماموریت کې شاملېږم.»

د اکتوبر پر ۱۷مه، یعنې افغانستان ته د جې‌اې‌ډبلیو‌برېکر ټیم له رسېدو څه کمې درې اوونۍ وروسته، ټایسن او د هغه د ډلې نور غړي د افغانستان شمال ته ولېږل شول. هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو شاته د تلونکو لومړنیو امریکایانو له ډلې وو.

د دوی دنده له ازبک قوماندان عبدالرشید دوستم سره د ځواکونو همغږي او د طالبانو او القاعدې پر وړاندې د عملیاتو ملاتړ و.

ټایسن دا ماموریت داسې یادوي: «دا هغه څه وو چې موږ مخکې نه وو کړي.» د هغه په وینا، دوی له سیمه‌ییزو ځواکونو سره یوځای کار کاوه او «په عملي ډول یې جګړه پر مخ وړله.»

امریکايي افسرانو له افغان جنګیالیو سره د غرونو په لارو پر آسونو سفرونه کول، چې ځینې وخت به یې په ورځ کې تر ۱۴ ساعتونو پورې مزل کاوه.

ټایسن وايي: «اسونه چندان دوستانه نه وو. نر آسونه وو، یو له بل سره به یې جګړه کوله، موږ به یې چیچلو او لغتې به یې راکولې او هڅه به یې کوله له آس څخه مو وغورځوي.»

په قلعه جنګي کې پاڅون

د نومبر تر وروستیو پورې د افغانستان په ډېرو شمالي سیمو کې د طالبانو ځواکونه له ماتې سره مخ شول او سلګونه بهرني جنګیالي تسلیم شول. هغوی د مزارشریف ترڅنګ د ۱۹مې پېړۍ یوې لویې کلا، قلعه جنګي، ته ولېږدول شول.

د نومبر پر ۲۵مه ټایسن او د سي‌اې‌اې بل افسر مایک سپان قلعه جنګي ته ننوتل. د دوی لومړنی کار دا و چې د بندیانو هویت او د هغوی د اصلي ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.

ټایسن وايي، ډېرو بندیانو ځانونه د القاعدې غړي بلل او ویل یې چې له اسامه بن لادن سره یې بیعت کړی دی. په دغو بندیانو کې جان واکر لینډ هم شامل و، هغه امریکايي چې په ۲۰۰۰ کال کې سیمې ته تللی او وروسته له طالبانو سره یوځای شوی و.

خو څو ساعته وروسته بندیانو پاڅون وکړ.

ټایسن وايي: «چاودنې، ډزې او ډېرې چیغې وې.» هغه زیاته کړه چې په یوه پړاو کې یې هر څه داسې لیدل چې ګواکې په ورو حرکت کې روان دي.

د جګړې پر مهال ټایسن د مایک سپان غږ واورېد او د هغه پر لور ورغی.

هغه وویل: «زما په یاد دي چې د هغه سیوری یا بدن مې پر ځمکه ولید. باور لرم چې مایک هغه مهال لا مړ شوی و. ما هغه کسان وویشتل چې پر ده وو او د مایک ټوپک مې ترې واخیست.»

سپان ۳۲ کلن و او په افغانستان کې د جګړې پر مهال لومړنی امریکايي کس و چې ووژل شو. نوم یې د سي‌اې‌اې د یادګاري دېوال پر ۷۹م ستوري ثبت شوی دی.

ټایسن د سپان هماغه ټوپک د خپل ماموریت تر پایه له ځان سره وساته. دغه ټوپک اوس د سي‌اې‌اې په موزیم کې ساتل کېږي او د ټایسن هغه بوټان هم ورسره نندارې ته اېښودل شوي چې په افغانستان کې یې اغوستي وو.

ټایسن وايي: «زما په اند، دغه ټوپک، د نورو شیانو ترڅنګ، زما ژوند وژغوره. فکر کوم په موزیم کې د هغه ساتل ډېر مناسب دي، ځکه موږ ته د مایک او د هغه د شخصیت یاد راژوندی کوي.»

د افغانستان د جګړې یو تاریخي یادګار

دغه هلیکوپټر په ۲۰۱۲ کال کې له خپل وروستي عملیاتي ماموریت وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د سي‌اې‌اې مرکزي دفتر ته راوړل شو. د څو کلونو لپاره د دفتر له ودانۍ بهر د افغانستان د غرنیو سیمو په څېر د ډبرو ترمنځ اېښودل شوی و.

خو د لمر او هوا له امله یې رنګ خراب شوی و. سي‌اې‌اې په تېر کال کې د هلیکوپټر پرانیستې برخې وتړلې، رنګ یې نوی کړ او هڅه یې وکړه چې د ۲۰۰۱ کال بڼه ورته بېرته ورکړي.

د هلیکوپټر پر دواړو غاړو د «۶۰۷» نښه هم بېرته رسم شوې ده. دا د هغه افغان پیلوټ د اړیکو نښه وه چې د لومړي ماموریت پر مهال یې هلیکوپټر چلولی و.

د ټایسن لپاره دغه تاریخي توکي یوازې د یوه پخواني ماموریت یادګار نه دي، بلکې د هغه د وژل شوي ملګري مایک سپان یاد هم ورسره تړلی دی.

هغه وویل: «لکه مایک چې به ویل، هغه غوښتل د نیزې په څوکه کې وي. هغه همداسې و، نن هم همداسې دی او د تل لپاره به همداسې وي.»

ټایسن او د سپان کونډه شینن سپان ډی‌بروین اوس له یوې غیرانتفاعي ادارې سره هم کار کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د سپان د پوځي نښې په نوم جوړه شوې ده. دغه اداره له هغو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې یوځای کار کړی و.

د دغې ادارې په وینا، اوس مهال شاوخوا ۳۵ کورنۍ له خوراکي، روغتیايي، کډوالۍ او بیا مېشتېدو مرستو برخمنې دي.

ټایسن وايي، د دغو افغان همکارانو ملاتړ د امریکا له ۲۰۲۱ کال وتلو سره پای ته نه دی رسېدلی؛ ځکه د هغه په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی و، په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګواښونو سره مخ شول.

کله چې له ټایسن څخه وپوښتل شول چې ایا د حکومتونو د نه ترسره شوو کارونو د جبران لپاره ځان مسوول ګڼي، هغه وویل: «هو، بالکل. همدا خلک کوي؛ همدا موږ کوو.»

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱
100%

د مقاومت جبهې په تلویحي توګه د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو په اړه د عطا محمد نور وروستي تورونه رد کړي او له ټولو افغانانو یې د دوی د مبارزې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.عطا محمد نور د نورستان پېښې ته په اشارې سره ادعا کړې، چې اړمن او کډوال ځوانان په‌کې د «نیابتي موخو» لپاره قرباني شوي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې په تلویحي توګه د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې د ازادۍ جبهې د وسله‌والو له بریدونو وروسته کړې وې.

عطامحمد نور د شنبې ورځې ناوخته (د تلې ۴مه) په یوې اعلامیې کې، یاد شویو بریدونو ته په اشارې سره تور پورې کړ، چې په دې بریدونو کې «اړمن او کډوال» ځوانان، د «نیابتي موخو» لپاره قرباني شوي.

نور دا څرګندونې په داسې مهال وکړې، چې د طالبانو اړوندو استخباراتي رسنیو د ځينو ویډيوګانو په خپرولو سره، په نورستان کې د یادو بریدونو د یو شمېر عاملانو د نیولو ادعا وکړه.

په دغو ویډیوګانو کې، یو شمېر بې وسلې کسان د طالبانو په اسارت کې ښکاري. په دې ویډیوګانو کې د طالبانو د یوه غړي غږ اورېدل کېږي چې وايي اسیران به «ووژل» شي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په خپلو توندو څرګندونو کې ویلي وو، چې چریکي او ګریلایي جګړې ستراتیژیک لیدلوري، پراخو تجربو، مسوولانه چلند او د هېواد په کچه همغږۍ ته اړتیا لري.

د نور په باور، د هېواد ازادي یوازې د پياوړې، خپلواکې او زړورې ارادې له لارې شونی دی او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو پر ضد اوسني وسله‌وال په «پردي نیابتي ځواک» بدلیدونکي دي.

د عطامحمد نور تورونه که څه هم له نوم اخیستلو پرته «ازادۍ جبهې» ته منسوبې وګڼل شوې، خو د دې جبهې ملګرې ډلې (مقاومت جبهې) د عطا محمد نور له څرګندونو شاوخوا یو ساعت وروسته د ښاغلي نور له نوم اخیستلو پرته د هغه څرګندونې رد کړې.

د مقاومت په نوم جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ټول وسله‌وال، مدني او سیاسي مخالفان؛ په ځانګړي ډول د « ازادۍ جبهه» افغانستان ته د « ازادۍ او کرامت» د بیرته ستنولو لپاره مبارزه کوي او دوی یې ملاتړ کوي.

دغې ډلې ویلي، چې د دوی او « ازادۍ جبهې» ژمنه له خدای او خلکو سره ده او په دې لاره کې لوړې- ژورې او قربانۍ مني، خو په وینا یې، بالاخره بریالي کیږي او هېواد ته« رڼا» راولي.

د مقاومت جبهې په نوم، د طالبانو دغې وسله والې مخالفې ډلې پرته له دې چې د طالبانو له‌خوا په نورستان کې د بریدګرو نیول تایید کړي، طالبان له جنګي اسیرانو او سیاسي بندیانو سره پر ناوړه چلند تورن کړي او له نړیوالو بشري سازمانونو او اغېزناکو اسلامي هېوادونو څخه یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د « ازادۍ جبهې» لا تر اوسه د عطامحمد نور تورونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.

کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.

د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.

هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.

کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.

کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بې‌کاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.

د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.

هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسله‌والو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسله‌وال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.

خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.

د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.

نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.

د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زده‌کوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.

خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.

دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلام‌اباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.

خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسله‌والو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.

هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.

عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.

خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.

خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.

د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسله‌والو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلام‌اباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.

عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلام‌اباد اړیکې ښې وي.

د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.

د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځان‌دفاع اقدام وباله.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، د حقوقي او نړیوالو اقداماتو یوه لړۍ ښيي چې د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی. هغه وايي، افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې به سیاسي خبرو کې په اسانۍ له پامه ونه‌غورځول شي.

ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه، چې افغان ښځې د دې موضوع د مطرح کولو په لومړۍ کرښه کې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ واوري.

هغه «جنسیتي اپارتاید» د «جنسیت پر بنسټ د بنسټیز شوي تبعیض، بېلتون، واکمنۍ او ځپنې نظام» وباله او ویې ویل، د دې اصطلاح کارول باید له همدا اوس څخه پیل شي؛ په ورته وخت کې د دې اصطلاح د قانوني کېدو او په رسمیت پېژندلو هڅې هم باید روانې وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې کړنې یو شان نه‌وې. د هغه په وینا، د سرغړونو د ثبت او حساب ورکونې په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي، خو که د بریا معیار د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند او حقونو ښه کېدل وي، نړیوالې ټولنې لا هم تر اړتیا ډېره کمه هڅه کړې ده.

ریچارډ بېنېټ د طالب چارواکو پر وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د نیولو د حکمونو صادرېدو، د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدو او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د څو هېوادونو حقوقي اقداماتو ته په اشارې سره وویل، دغه اقدامات د حساب ورکونې لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د جوړېدو ښکارندويي کوي.

طالبان پوه شوي چې د نړۍ له سرو کرښو تېرېدل بیه نه‌لري

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې درک کړې چې کولای شي د نړیوالې ټولنې له سرو کرښو تېر شي، پرته له دې چې له عملي پایلو سره مخ شي.

بېنېټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یادې غونډې ته زیاته کړه، یوازې د طالبانو غندل بسنه نه‌کوي او په باور یې، دې ډلې په پرله‌پسې توګه د نړیوالې ټولنې د زغم کچه ازمویلې ده.

نوموړي ویلي، طالبانو پر افغانانو لګېدلي محدودیتونه ګام پر ګام په قوانینو او اجرایي جوړښتونو بدل کړي، په داسې حال کې چې له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو هېوادونو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

بېنېټ وایي، له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل له زیاتېدو سره سره، د افغانانو د اساسي حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

هغه ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د بشري حقونو، بندیانو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او بشري مرستو په څېر موضوعاتو په اړه خبرې اترې ښايي اړینې وي، خو ډیپلوماټیک تعامل باید د طالبانو په چلند کې له معنالرونکي بدلون پرته، د دې ډلې د سیاسي مشروعیت یا له هغې سره د اړیکو د عادي کولو لامل نه‌شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو په برخه کې روښانه او د کره کولو وړ معیارونه وټاکي او له طالبانو سره په خپلو سیاستونو کې باید سره همغږي ولري.

بېنېټ همدارنګه وویل، افغان ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو په کولو کې په بشپړه او معنالرونکې توګه ګډون ولري او یوازې دې په نړیوالو غونډو کې د بحث موضوع نه‌وي.

هغه زیاته کړه، نړیوالې ټولنې د حساب ورکونې د میکانیزمونو په رامنځته کولو کې یو شمېر پرمختګونه کړي، خو دغو اقداماتو لا تر اوسه د افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه‌دی راوستی.

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي».

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.

شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.

هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسله‌والو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».

نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

هم‌مهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.

د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.