• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه تر ۲۲۰ زیاتې کورنۍ په جبري توګه هېواد ته ستنې کړل شوې دي

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پرون له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۲۴ کورنۍ په جبر او خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه کورنۍ د کندهار، تورخم، اسلام کلا او د ورېښمو پله له لارې راستنې ګړل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې په راستنو شویو کورنیو کې ۳۰ یې د تورخم، ۲۲ یې د سپین بولدک، ۶۵ یې د ورېښمو پله او ۱۰۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
باختر اژانس لیکلي، چې د راستنو شویو کډوالو سره د مرستندویه بنسټونو له‌خوا مرستې شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
په دې وروستیو کې د ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې؛ خو د اېستل شویو کډوالو شمېر ته په کتو همدومره نور افغانان د وزګارتیا او د طالبانو له‌خوا د بندیزونو او زور زیاتي له امله په قاچاقي او ستړو لارو هره ورځ له هېواده وځي.
د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دې خوا د دغه هېواد شاوخوا اته مېلیونه خلک نورو هېوادونو ته تللي دي.
هغو افغان کډوالو چې په همدې موده کې ګاونډیو هېوادونو ته پنا وړې، پر طالبانو تور پورې کوي چې د دوی له حقونو ننګه نه کوي او دوی په کوربه هېوادونو کې د پولیسو له ځورول کېږي او د هغوی ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.
تېره اونۍ کله چې د ایران او پاکستان پر پوله ۳۰۰ افغان کډوال د ایران د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا په نښه شول او د ځینو راپورونو له مخې چې په دغه برید کې شاوخوا ۲۶۰ کسان مړه او ټپیان شوي وو، طالبانو یې په اړه په ځنډ غبرګون وښود.
دغې ډلې د دغې پېښې د څېړلو په اړه د یو لوړ پوړپوړي پلاوي د ګومارلو خبره هم وکړه؛ خو تر دې مهاله دغه پلاوي د خپلو هڅو او څېړنو په اړه هېڅ مالومات نه دي وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته