نظرپوښتنه: ۴۶ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال د ټرمپ د ډېر عمر په تړاو اندېښنه لري

یو - ګوف په خپلې نوې ټولپوښتنه کې ویلي، د ټولپوښتنې ۴۴ سلنه ګډونوال د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ ۷۸ کلن عمر د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د زړښت عمر بولي. دا شمېر په داسې حال کې پورته شوی، چې د روان کال په فېبروري کې د ټرمپ په تړاو د یوې نظرپوښتنې ورته فکر ۳۵ سلنه و.

د فېبرورۍ په ټولپوښتنه کې بیا ۵۳ سلنه خلکو هغه ډېر زوړ نه دی بللی او ویلي یې دي، چې کولی شي د یوې بلې دورې لپاره د امریکا ولسمشري وکړي؛ خو د اکټوبر د ټولپوښتنې پایلې بیا ښيي چې ۴۶ سلنه خلکو ویلي: "نوموړی ډېر زوړ نه دی."

که دا ارقام د امریکا د ۸۱ کلن ولسمشر جو بایډن سره پرتله کړو نو د فېبروري ټولپوښتنې ښودلې وه چې ۶۳ سلنه ګډونوالو هغه د ولسمشرۍ لپاره زوړ بللی و او په جولای میاشت کې دا شمېر ۷۰ سلنه ته پورته شو.

همدا لامل شو چې جو بایډن له خپلې نوماندۍ تېر او کمالا هرېس د ډېموکراټانو په نماینده ګۍ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده کړي.