نظرپوښتنه: کمالا هرېس د رایه ورکوونکو سربېره د ټاکنیز کالج مخکښ ملاتړ له ځانه سره لري

ای بي سي نیوز ویلي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس په ملي کچه د احتمالي رایه ورکوونکو سربېره د ټاکنیز کالج مخکښ ملاتړ له ځانه سره لري.

د ای بي سي نیوز او ای پسوس د تازه نظر پوښتنې له مخې، په ملي کچه د امریکا د احتمالي رایه ورکوونکو او ټاکنیزو ډلو مخکښ ملاتړ کمالا خپل کړی؛ خو له دې سره دا سیالي دومره کړکېچنه شوې ده، چې د ټاکنو د پایلو ناڅرګندتیا په ټاکنیز کالج پورې ښايي محدوده پاتې شي.

د دغې نظرپوښتنې له مخې، په ملي کچه د دواړو نوماندانو تر منځ د احتمالي رایو وېش دوه سلنه اختلافي دی.
په دغه نظرپوښتنه کې د ډېموکراټانو نومانده ۴۹ سلنه د احتمالي رایه ورکوونکو ملاتړ له ځانه سره لري په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرمپ یوازې ۴۷ سلنه ملاتړ له ځانه سره لري.

ټاکل شوې، د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې په پنځمه ترسره شي.