پوتین د روسیې په خاوره د برید لپاره له اوکراین سره د مرستو په اړه ناټو ته خبرداری ورکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه د روسیې په خاوره د برید لپاره له اوکراین سره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو مرستې وکړي، مسکو به ددې کار ځواب ورکړي.