• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ په بیا واکمنېدو سره به په نړۍ کې څه بدلونونه رامنځته شي؟

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۷ GMT+۰

د امریکا په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا په صورت کې ښایي ایران د نوموړي له سخت دریځو سیاستونو سره مخ شي. نوموړی د روسیې او اوکراین جګړه پای ته رسوي او دغه راز د کډوالۍ، چاپېریال ساتنې، سوداګرۍ او د روزنې په برخو کې به د جو بایډن سیاستونه لغوه کړي.

د ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ په دې باور دی چې کولی شي په مذاکراتو کې د ځینو مهارتونو په کارولو سره د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته د خبرو اترو زمینې برابرې کړي.د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ۹ ورځې پاتې دي او د ټرمپ د بیا ځلې واکمنېدو سره وړاندوینې دا دي، چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د امریکا په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې پراخ بدلونونه رامنځته شي.ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل، چې نه غواړي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي ایران د شاه (پهلوي وخت) ته ور وګرځي، وویل: «موږ نه شو کولی په ټولو چارو کې بشپړ لاس وهنه وکړو. باید ریښتیني واوسو. موږ ان په بشپړه توګه خپل ځان هم نه شو اداره کولی.»ټرمپ په دې باور دی، چې تهران د بایډن د دولت پرمهال په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی.نوموړي په ځلونو د ایران د عایداتو او دغه راز په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په برخه کې د امریکا پر اوسني سیاستونو نیوکه کړې ده.بلخوا، ټرمپ غواړي چې په امریکا کې د مېشتو ۱۱ میلیونه غیر قانوني کډوالو د عملیاتو بهیر هم له بېلابېلو لارو پراخ کړي.نوموړی «په مکزیک کې پاتې شئ» د سیاست په بیا را ژوندي کولو سره وایي، چې پناه غوښتونکي باید له امریکا څخه بهر د قضیو د څېړلو په تمه وي.د یادولو ده، ټرمپ ژمنه کړې چې د نفت، ګاز او د سکرو ډبرو د تولید په برخه کې شته محدودیتونه لغوه کړي، ترڅو د انرژۍ په برخه کې لګښتونه کم شي.









ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۳

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۴

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

۵
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ