نعیم قاسم د لبنان د حزب الله نوی سرمنشي ټاکل شوی

د لبنان حزب الله د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې نعیم قاسم د دې ډلې د سرمنشي په توګه ټاکل شوی. نعیم قاسم د حزب الله د پخواني سرمنشي حسن نصرالله مرستیال و. حسن نصرالله د بیروت په سوېل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.