• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: که لاس په کار نه شو تر ۲۰۳۰ کال به په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د اقلیم بدلون او د چټک ښاري کېدو له امله به تر ۲۰۳۰م کاله په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسولینو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اوتنبایوا په کابل ښار کې د یوې سیمې له لیدنې وروسته ویلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی.

یونیسف د سې شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ که لاس په کار نه شو نو تر ۲۰۳۰م کال به په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

یونیسف په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو د زیرمو د وچېدو لامل اقلیمي بدلون ګڼي.

د افغانستان لپاره د یونیسف مسول پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی او خلګ سملاسي مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې ژر ترژره دې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

په کابل کې د تر ځمکې لاندې اوبو زیرمو وچیدو په اړه د ګڼو کابل مېشتو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و، چې د کابل لپاره د پنجشیر سیند د اوبو پروژه به ډیر ژر پیل کړي، خو تر اوسه لا هم په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۵

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»