• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رویټرز او اېپسوس نظرپوښتنه: د ټرمپ پر وړاندې د هرېس مخکښتوب یو سلنه کم شوی دی

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د اېپسوس او رويټرز په یوې تازه نظرپوښتنه کې راغلي، چې د ډيموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس مخکښتوب د خپل سیال جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پر وړاندې یو سلنه کم شوی دی.

په دغې نظرپوښتنه کې ۴۴سلنه رای ورکوونکي له هرېس او ۴۳ سلنه بیا له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ کوي.
د اېپسوس/رویټرز مخکینۍ نظرپوښتنه چې (د اکټوبر له ۱۶مې تر ۲۱مې) ترسره شوې وه د کمالا هرېس مخکښتوب پکې تر ټرمپ دوه سلنه زیات وو.تمه کېږي، چې د امربکا ولسمشرېزې ټاکنې تر راتلونکو شپږو ورځو (د لړم په ۱۵مه) ترسره شي.په دغې تازه نظرپوښتنه کې یو زر او ۱۵۰ کسانو ګډون لاره.رویټرز لیکلي، چې ټرمپ په ځینو مسلو کې د هرېس پرتله د رای ورکوونکو له ډېر ملاتړه برخمن دی.رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه (د لړم په ۹مه) لیکلي، چې د ټرمپ د اقتصادي او کارموندنې سیاستونو د رای ورکوونکو له‌خوا ۴۷ سلنه او د هرېس بیا ۳۷ سلنه ملاتړ ترلاسه کړی دی.د دغې نظرپوښتنې موندنې ښیي، چې د ۲۶سلنې ګډونوالو لپاره اقتصادي مسالې او کاري فرصتونو لومړیتوب لاره، ۲۴سلنه نورو ته د سیاسي تاوتریخوالي ته رسېدنه اړینه ده او ۱۸ سلنه نورو بیا د نوماندانو د کډوالۍ په برخه کې سیاستونه اړین بللي دي.






ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۵

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

•
•
•

نور کیسې

ملاهبت الله: د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته څوک سپکې او درنې وسلې نه شي ګرځولی

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۰
ملاهبت الله: د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته څوک سپکې او درنې وسلې نه شي ګرځولی
100%

‏د طالبانو د مشر ملاهبت الله له‌خوا په یوه تازه خپور شوي فرمان کې راغلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې ولري او یا دې هم له یو ځایه بل ته ولېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغې ډلې « د مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو» ته خبر ورکول کېږي چې؛ د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا رنګه د وسلو په برخه کې ټول پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم بې اعتباره اعلان کړل.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه حکم له مخې د هېواد په کچه واحد جواز د دغه وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له‌خوا وېشل کېږي.
‏خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.
د دغه حکم له مخې، د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.
‏د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.
په افغانستان کې د ناقانونه وسلو ساتل او لېږد رالېږد او د تورو ښېښو لرونکو موټرو کارونه له پخوا راهیسې د حکومتونو لپاره یو ستر سرخوږی و؛ خو لا هم دغه ستونزه په خپل حال پاتې ده.

د ولسي خلکو په وینا، ګڼ طالبان اوس هم د درنو او سپکو وسلو په زور او د تورو ښېښو لرونکو موټرو په کارولو سره بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او طالبان مشران او د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارې یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي.

ځیني شنونکي بیا پر دې باور دي، چې نن سبا د طالبانو په لیکو کې بې باوري زیاته شوې او داسې هم ویل کېږي چې ځیني نامسووله وسله‌وال د دغې ډلې په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه شنونکي وایي، د ملا هبت الله دغه نوي فرمان موخه هم ښايي د طالبانو له لیکو څخه د دغو نامسوله وسله‌والو لرې کول وي.

پښتون قامي جرګه: د پاکستان پوځ د ژمنې خلاف د تیرا ۵۰ کورنیو ته سیمې ته د تلو اجازه ورکړه

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۰
پښتون قامي جرګه: د پاکستان پوځ د ژمنې خلاف د تیرا ۵۰ کورنیو ته سیمې ته د تلو اجازه ورکړه
100%

د پښتنو قومي جرګې مشرتابه وايي، چې د پاکستان پوځ ورسره د هغې ژمنې خلاف چې څه باندې دوه زره کورنۍ به بېرته تېرا ته خپلو مېنو ته ستنیږي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې. حکومت تېرا ته د ۲۰۴۱ کډوالو کورنیو د بېرته ستنولو پرېکړه اونۍ مخکې کړې وه.

د پښتون قومي جرګې تېره شپه سې شنبه د (لړم اتمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پوځ د هغې ژمنې خلاف چې یوه اونۍ وروسته به د تیرا د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کورنۍ بیرته خپلو مېنو ته ستنوي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې د تیرا درې د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کډوالې کورنۍ به راتلونکې اونۍ د اکتوبر ۲۹مه خپلې سیمې ته بېرته ستانه کړي.

100%

دغه کډوال په ۲۰۱۳ کال کې له تیرا څخه د جګړو له امله خیبر ته راکډه شوي وو.
د خیبرپښتونخوا حکومت او پوځ په خیبر کې د اکتوبر ۱۱ـ ۱۳ د پښتنو قومي جرګې له پرېکړې وروسته چې پښتانه کډوال به بیرته خپلو سیمو ته ستنیږي، د اکتوبر په ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د اکتوبر په ۲۹ مه به د تیرا درې هغه ۲۰۱۴ کډوالې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي چې په ۲۰۱۳ کال کې د جګړو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوې دي.
خو اوس د پښتون قومي جرګې مشرتابه د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کوي او وايي، چې دوی ورسره په خپله کړې ژمنه نه دي دریدلي او پاتې کډوالو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
په خیبر کې پراته له تیرا راکډه شوي دغه کډوال چې د راجګال سیمې د اتو کلیو اوسیدونکي دي، ټول شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰ تنه کیږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په تېرا کې د منګل باغ په نامه د یوه قوماندان د وسله والې ډلې (لشکر اسلام) د کړنو او هلته د جګړې له امله راکډه شوي وو.
دغو کډوالو د تورخم ـ پېښور تر منځ لویه لاره په بیګاړي سيمه کې د ۶۵ ورځو لپاره په اعتراضي ډول تړلې وه او پرلت یې په کې وهلی و، چې وروسته ورسره د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور تر خبرو اترو وروسته د وږي ۲۵ مه نېټه بیرته دغه لار خلاصه کړه.
په خیبرپښتونخوا کې له جګړو څخه کډه شوي کډوال یوازې د تیرا نه بلکې د نورو قبايلي سيمو لکه باجوړ، شمالي او سوېلي وزيرستان څخه هم په زرګونو کډوال بیځایه شوي چې دا مهال د پښتونخوا په يو شمير سيمو لکه پېښور، بنو، ډېره اسماعیل خان او د افعانستان کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د کډوالۍ سختې شپې ورځې تیروي.

امريکا: د اسراییل او امريکا پر ضد د ايران هر ډول يرغليز اقدام به تهران ته سختې پایلې ولري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۰
امريکا: د اسراییل او امريکا پر ضد د ايران هر ډول يرغليز اقدام به تهران ته سختې پایلې ولري
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ پر اېکس لیکلي: "ایران ته زموږ پیغام روښانه دی. که چېرې اسلامي جمهوریت په سیمه کې د اسراییل یا امریکايي ځواکونو پر وړاندې یو بل یرغلیز اقدام وکړي، د تهران لپاره به سختې پایلې ولري.»

د نوموړې په وینا: «امریکا به د خپل ځان په دفاع کې دریغ ونه کړي. متحده ایالات د تاوتریخوالي زیاتېدل نه غواړي او موږ باور لرو، چې د ایران او اسراییل ترمنځ مستقیمه جګړه باید پای ته ورسېږي.»

څو ساعته مخکې د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوي هم خبرداری ورکړ، چې که ایران یو ځل بیا پر اسراییل بالسټیک توغندي وتوغوي، د دغه هېواد پوځ به د هغو وړتیاوو په کارولو سره ځواب ورکړي، چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یې نه دي کارولي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ د روسیې استازي د ایران پر پوځی مرکزونو باندې د اسراییل د وروستیو بریدونو د ملاتړ له امله پر امریکا نیوکه وکړه.

هغه له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي لپاره له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل بریدونو ایران ته سخت زیان اړولی او خپل ټول هدفونه یې په نښه کړي دي.

امیر خان متقي په افغانستان کې د بشپړ امنیت ښودلو په موخه په کابل کې پر موټرسایکل ګرځي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۵ GMT+۰
امیر خان متقي په افغانستان کې د بشپړ امنیت ښودلو په موخه په کابل کې پر موټرسایکل ګرځي
100%

د طالبانو ډله چې تل په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کوي، دا ځل یې یو لوړپوړی چارواکی په موټر سایکل سپور او د کابل په سړکونو ګرځي. په خواله رسنیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او ظاهرا داسې ښودل کېږي، چې نوموړی له ساتونکي پرته ګرځي.

د «امارت اسلامي‌ اردو» پر خپلې اېکس پاڼې تایید کړې، چې پر موټرسایکل سپور کس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دی.

ځینو طالب پلوو پر اېکس همدا جمله لیکلې: «افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک په کې ډاډه ژونداو کار و بار کولی شي.»

د متقي دا کړنه له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

افغان خبریال بلال سروري د متقي ویډیو پر اېکس خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: «د جرمونو لوړ ګراف، وسله والې غلاوې، د طالبانو ضد ډلو لکه (اې اېف اېف) (اېن ار اېف) او (ای اېس کې پي) له خوا وژونکو بریدونو وروستۍ لړۍ په داسې یوه وضعیت کې ګورو، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ښه امنیت انځور وړاندې کوي.»

د اېکس یوه بل کاروونکي لیکلي: «افرین دې د موټرسایکل پر ټایرونو وي چې دومره غټ بار زغمي.»

دغه راز یوه بل کاروونکي بیا لیکلي: «دا د تېر په یاد یې چلوي، چې په کویټه کې یې تر دې لوړ څه نه لرل.»

طالب چارواکو په وار - وار سره ادعا کړې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د هېواد خاوره په بشپړه توګه د یادې ډلې په واک کې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزير هم ویلی و، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

طالب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.

ژوند او روغتیا: د غاښونو نه پاکول د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰
ژوند او روغتیا: د غاښونو نه پاکول د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي
100%

په امریکا کې یوې نوې طبي څېړنې ښودلې، چې د غاښونو نه برس کول او غاښونو ته نه پاملرنه د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي. دا لا دمخه ثابته شوې، چې د خولې په وریو کې د ناروغۍ رامنځته کونکې باکتریا د شمېر زیاتوالی د بېلابېلو ناروغیو لکه د شکرې او د وینې لوړ فشار خطر زیاتوي.

مګر د نیویارک پوهنتون یوې څېړنې په خوله کې د ځینو باکتریاو د زیاتوالي او د سر او غاړې د سرطان د زیاتوالي تر منځ اړیکه موندلې ده.

څېړنې موندلې، چې د یوه درجن څخه زیاتو میکروبونو راټولېدل د دې وژونکي سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

په دې څېړنه کې د څه باندې ۱۶۰زره کسانو معلومات څېړل شوي دي.

د دې کسانو د ژوند طریقه، د غذايي عادتونو او د نورو روغتیایي چارو په اړه معلومات لیدل شوي او د خولې د لعاب نمونې یې راټول شوي دي.

د دغو کسانو ۱۵ کلن روغتیایي وضعیت څېړل شوی، چې په ترڅ کې یې د ۲۳۶ کسانو په سر او غاړه کې د سرطان تشخیص شوی دی.

د دې ناروغانو د خولې ډي ان اې نمونې له ۴۵۸ کسانو نمونو سره پرتله شوي، چې له دې سرطان څخه پاک ول.

پایلو ښودلې، چې په خوله کې موندل شوي ۱۸ باکتریاوې د سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

څېړونکو ویلي، چې د باکتریا او سرطان تر منځ مستقیمه اړیکه تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو اشاره ورته شوې ده.

څېړونکو همداراز ویلي: «موږ ځانګړې باکتریاوې موندلي، چې د دې ډول سرطان خطر زیاتوي او اوس به د دې پټ لامل په موندلو کار وکړو.»

د څېړونکو په وینا، د څېړنې پایلې ثابتوي، چې د خولې د ښه حفظ الصحې اهمیت دا دی، چې په ورځ کې دوه ځله د غاښونو برس کول او خلال کول ډېر مهم دي.

څېړونکي وایي، چې د غاښونو برس او خلال کول نه یوازې د غاښونو د ناروغۍ مخنیوی کوي، بلکې دا عادت د سر او غاړې د سرطان څخه هم په بالقوه توګه ساتنه کولی شي.