• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اذربایجان یوه وسلواله ډله افغانستان کې خیریه چارې پرمخ بیايي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د «اذربایجان اسلامي جماعت» وسلوالې ډلې په افغانستان کې خیریه چارو ته مخه کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د پلټنو پر بنسټ، دې ډلې په لوګر، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې بېوزلو خلکو ته د مرستې رسولو او دیتیمانو د پالنې چارې پیل کړې دي.

د ابوحمزه په مشرۍ د اذربایجان اسلامي جماعت جنګیالیو له ۲۰۰۸کال نه تر ۲۰۲۱کال پورې د افغانستان د جمهوري دولت پرضد د القاعدې او طالبانو په لیکو کې په هلمند کې جګړې کولې.

د افغانستان انټرنشنل پلټنې ښيي چې د دې ډلې خیریه څانګې تېر کال د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د امام احمد په نوم یو محلي جومات جوړ کړی او سږکال یې په هلمند، ننګرهار، پکتیکا او یو شمېر نوروولایتونو کې خلکو ته په روژه او اختر کې ډله ییز روژه ماتي، د قربانۍ پسونه او د خوراکي توکو مرستې چمتو کړې دي.

په یوه ویډیو کې چې په ۲۰۱۰کال کې د اذربایجان اسلامي جماعت د جنګیالیو له ګډ کاروان نه اخستل شوې، لیدل کیږي چې د دې ډلې د جنګیالیو په ګډون شل وسله وال د جنوبي وزیرستان له مرکز واڼه څخه پکتیکا او له هغه ځایه هلمند ته د جګړې لپاره سفر کوي.

د دې ډلې وسله والو د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او شمالي وزیرستان ولسوالیو کې د عبدالحق ترکستاني په مشرۍ د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ او د افغان او پاکستاني طالبانو په مرکزونو کې پوځي زده کړې کولې او تر فراغت وروسته په افغانستان کې د جګړې لیکو ته لېږل کېدل.

دې ډلې د شمالي وزیرستان په دته خېلو او تپي سیمو کې د سیف الدین په نامه یو پوځي کنډک هم درلود.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل په یوه څیړنیز رپوټ کې د القاعدې تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا د وسلوالو ډلو په تړاو رپوټ ور کړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالې دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د القاعدې شبکې نوي مشر سیف العدل بهرنیو جنګیالیو ته پرمختللې وسلې، وسایط او نور نظامي تجهیزات پېرلي او د وسله پلورونکو ټول مخکیني پورونه یې ادا کړي دي.

اذربایجان له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او په دې وروستیو کې یې په کابل کې خپل سفارت هم پرانېستی.

په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) پتېیلې چې په افغانستان کې خپلې پراختیایي پروژې له طالبانو سره د مستقیم تعامل پرځای د ترکیې د TIKA موسسې او د اذربایجان د پرمختیايي موسسو له لارې پلې کړي، خو دا روښانه نه ده چې د اذربایجان کومې موسسې د اسلامي همکاریو سازمان د پروژو په پلیتابه کې ښکیلې دي.

د وسله والو ډلو کارپوهان د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو ډلو حضور ته په پام وايي، چې طالبان له دې ډلو نه سیاسي استفاده کوي او له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل لپاره یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د شنونکو په باور، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم دې ته ترجیح ور کوي چې د دغو هېوادونو وسلوال له داعش سره د یوځای کېدو پرځای، د طالبانو تر څار او کنټرول لاندې وي.

طالبان د منځنۍ اسیا د جنګیالیو د کنټرول لپاره د القاعده شبکې له همکارۍ نه برخمن دي.

شنونکي وايي، تر هغه چې القاعده په افغانستان او جنوبي اسیا کې فعاله وي، د خراسان داعش ته به له افغانستان او جنوبي اسیا نه د جنګیالیو جذبول اسانه نه وي.

طالبانو تر اوسه د دې ډلې د حضور او فعالیت په تړاو څه نه دي ویلي، خو ډېری وخت په افغانستان کې د جنګیالیو ډلو د حضور په تړاو خپرېدونکي رپوټونه ردوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ بورډ درې اړخيزو او اسیا جام سياليو ته له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله اعلان کړه

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخيزې لوبلړۍ او اسیام جام لپاره له نولس کلنو د کم عمره لوبډلې د ۱۸ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. دا لوبډله درې اړخيزه لوبلړۍ کې د ګدون لپاره د نومبر په ۹ متحده عربي اماراتو ته ځي، تر هغه وروسته د اسیا جام سیالۍ لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د چهار شنبې په ورځ د دې لوبډلې د نوملړ د اعلان پر مهال ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي په عمومي ليست او ۳ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

بورډ زياتوي، چې په دې نوملړ کې «محبوب تسکین لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم ښېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل» شامل دي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان احتیاطي لوبغاړي غوره شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبغاړي یې پرله پسې تمرين او د هغو ښو لوبو ته په کتو غوره کړي دي

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو درې اړخيزه لوبلړۍ د نومبر په ۱۳ مه پيليږي، چې تر ۲۶ مې به دوام وکړي.

د لوبو د مهالوېش له مخي د لوبلړۍ لومړۍ سيالې به د نومبر په ۱۳ مه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشي او افغانستان به د همدې میاشتې په ۱۵مه په دويمه سيالۍ کې د پاکستان په وړاندې ولوبيږي.

تر دې سياليو وروسته به د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسيا جام سياليو کې برخه واخلي.

د کرېکټ ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام د نومبر په ۲۹ مه پليږي او د ډسمبر تر ۸ مې نېټې به دوام کوي.

افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمټې هيله ښودلې، چې لوبډله به يې په سياليو کې ښه لوبيږي.

طالبان: په کندهار کې مو د ۱۲۶ ډوله تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونیوله

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د هنر او فرهنګ امر وایي، په احمدشاه بابا هوایي ډګر کې يې بهر ته د ۱۲۶ ډوله تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کړی. عبدالشکور څپاند وايي، په نيول شویو اثارو کې لرغونې سیکې او یو تبر شامل دي.

د طالبانو د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ویلي، یو شمېر کورنیو او بهرنيو کسانو غوښتل دغه تاريخي اثار له هېواد بهر انتقال کړي.

نوموړي د نيول شویو کسانو د هویت په اړه جزيات نه دي ورکړي او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دغه اثار کوم هېواد ته انتقالېدل.

د څپاند په خبره، چې نیول شوي تاريخي اثار به تر پاک کولو او ثبت وروسته په کندهار موزيم کې نندارې ته کېږدي.

څه موده مخکي هم طالبانو د کندهار په هوایي ډګر کې ۱۱ ډوله تاريخي او هنري اثار د قاچاق پر مهال نيولي وو.

خپله طالبان هم په ځلونو د تاریخي اثارو او ځینو ګران بیه ډبرو په قاچاق تورن شوي دي.

100%

د قطر حکومت د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ور کوي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ملګرو ملتو کې د دغه هیواد استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني د دې سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډي کارلو سره د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډې پر جوړېدو خبرې کړې. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد استازې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په دې لیدنه کې دوی د دوحې په دریمه غونډه کې د «مثبتو پرمختګونو» د کارولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د دغې خبرپاڼې له مخې، مېرمن ډي کارلو او په ملګرو ملتونو کې د قطر دايمي استازې هم په څلورمه غونډه کې د دوحې د درېيمې غونډې له پايلو څخه په ګټې اخيستنې ټينګار کړى دى.

د دوحې دریمه ناسته د همدې کال د چنګاښ په میاشت کې د قطر په پلازمینه کې د دوو ورځو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډی کارلو په مشرۍ جوړه شوه.

د طالبانو استازو په لومړي ځل د دوحې په دریمه ناسته کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې ښځې، مدني ټولنې او د طالبانو سیاسي مخالفینو ګډون نه درلود.

د ښځو او مدني ټولنې نه شتون د نړیوالو سازمانونو، بشري حقونو د ډلو، افغان ښځینه فعالانو او د دغه هېواد د پخوانیو چارواکو له خوا په پراخه کچه نیوکې وشوې.

روزماري ډی کارلو، چې د دوحې د دریمې غونډې مشري یې کوله وویل؛ هغه د دوحې د دریمې غونډې له نیوکو څخه پوره خبر ده.

د دوحې د درېیمې ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټینګار وکړ، چې دغه بهیر او له طالبانو سره خبرې اترې د اړیکو د عادي کېدو یا د طالبانو د رسمي کېدو په مانا نه دي.

روزماري ډی کارلو وویل، چې د ملګرو ملتونو پالیسي دا ده څو خلک د پریکړو په محور کې وي او ښځې هم د خلکو ترڅنګ وي.

ملاهبت الله: د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته څوک سپکې او درنې وسلې نه شي ګرځولی

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۰

‏د طالبانو د مشر ملاهبت الله له‌خوا په یوه تازه خپور شوي فرمان کې راغلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې ولري او یا دې هم له یو ځایه بل ته ولېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغې ډلې « د مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو» ته خبر ورکول کېږي چې؛ د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.
‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا رنګه د وسلو په برخه کې ټول پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم بې اعتباره اعلان کړل.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه حکم له مخې د هېواد په کچه واحد جواز د دغه وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست اړوند د ډایاک مدیریت له‌خوا وېشل کېږي.
‏خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.
د دغه حکم له مخې، د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.
‏د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.
په افغانستان کې د ناقانونه وسلو ساتل او لېږد رالېږد او د تورو ښېښو لرونکو موټرو کارونه له پخوا راهیسې د حکومتونو لپاره یو ستر سرخوږی و؛ خو لا هم دغه ستونزه په خپل حال پاتې ده.

د ولسي خلکو په وینا، ګڼ طالبان اوس هم د درنو او سپکو وسلو په زور او د تورو ښېښو لرونکو موټرو په کارولو سره بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او طالبان مشران او د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارې یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي.

ځیني شنونکي بیا پر دې باور دي، چې نن سبا د طالبانو په لیکو کې بې باوري زیاته شوې او داسې هم ویل کېږي چې ځیني نامسووله وسله‌وال د دغې ډلې په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه شنونکي وایي، د ملا هبت الله دغه نوي فرمان موخه هم ښايي د طالبانو له لیکو څخه د دغو نامسوله وسله‌والو لرې کول وي.

امیر خان متقي په افغانستان کې د بشپړ امنیت ښودلو په موخه په کابل کې پر موټرسایکل ګرځي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د طالبانو ډله چې تل په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کوي، دا ځل یې یو لوړپوړی چارواکی په موټر سایکل سپور او د کابل په سړکونو ګرځي. په خواله رسنیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او ظاهرا داسې ښودل کېږي، چې نوموړی له ساتونکي پرته ګرځي.

د «امارت اسلامي‌ اردو» پر خپلې اېکس پاڼې تایید کړې، چې پر موټرسایکل سپور کس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دی.

ځینو طالب پلوو پر اېکس همدا جمله لیکلې: «افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک په کې ډاډه ژونداو کار و بار کولی شي.»

د متقي دا کړنه له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

افغان خبریال بلال سروري د متقي ویډیو پر اېکس خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: «د جرمونو لوړ ګراف، وسله والې غلاوې، د طالبانو ضد ډلو لکه (اې اېف اېف) (اېن ار اېف) او (ای اېس کې پي) له خوا وژونکو بریدونو وروستۍ لړۍ په داسې یوه وضعیت کې ګورو، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ښه امنیت انځور وړاندې کوي.»

د اېکس یوه بل کاروونکي لیکلي: «افرین دې د موټرسایکل پر ټایرونو وي چې دومره غټ بار زغمي.»

دغه راز یوه بل کاروونکي بیا لیکلي: «دا د تېر په یاد یې چلوي، چې په کویټه کې یې تر دې لوړ څه نه لرل.»

طالب چارواکو په وار - وار سره ادعا کړې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د هېواد خاوره په بشپړه توګه د یادې ډلې په واک کې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزير هم ویلی و، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

طالب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.