• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په بنو کې الوتکو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د غوړه بکاخېل په سردي خېلو سیمه کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ جګړه کې د الوتکو د بمبار له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبه اوښتې ده. په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه تورن په ګډون د دریو سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی.

د دواړو خواوو ترمنځ دغه نښته له تېرې شپې ناوخته راهیسې روانه ده، چې چورلکې، سپکې او درندې وسلې پکې کارول کیږي.
د سیمې خلک وايي، پاکستاني چورلکو د دوی د استوګنې په سیمه کې پر جنګیالیو بمباري کړې، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ او حکومت د ملکي مرګ ژوبلې ادعاوې نه دي تایید کړې، خو د پوځ اړوند سرچینو په دې نښته کې د عاطف په نامه د یوه تورن او دوو نورو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «سهار ته نږدې وخت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په غوړه بکاخېل سردي خېلو کې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې محاصره کول غوښتل، خو په دې ترڅ کې یو پوځي افسر تورن عاطف او د هغه سرتیري د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلل او پر موټرو یې بریدونه وشول، چې وروسته چورلکو د محاصرې ماتولو لپاره هوايي بریدونه پیل کړل».
سرچینه وايي، په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینو کورونو ته مالي زیان هم اوښتی، خو د ملکي مرګ ژوبلې کره شمېر لا څرګند نه دی.
په نښتو کې تر دې دمه د دوو طالبانو د وژل کېدو پخلی هم شوی.
د شمالي وزیرستان اوسیدونکي او د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ وايي، چې په غوړه بکاخېل کې خلک د پوځ او جنګیالیو ترمنځ په جګړه کې ایسار دي او له سیمې د وتلو لارې بندې دي.
داوړ وايي، چې « د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې شته دي».


د سیمې خلک وايي، چې د پوځي افسر او سرتېرو له وژل کېدو وروسته له چورلکو پر کورونو سپکې او درندې وسلې کاریږي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې د جګړې له امله سیمې ته د امبولانسونو خدمات نه دي رسېدلي او خلکو په زرنجو کې روغتونونو ته خپل ټپیان لیږدولي دي.


د بنو بکاخېل سیمه چې یو وخت د پاکستان تر ملاتړ لاندې طالبانو ارام ځای و او د وزیرستان ګڼ بېځایه شوي هم دلته اوسیږي، په دې وروستیو کې د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې پکې نفوذ کړی.
دغه ولسوالي چې د امن پاڅونونو او پښتون ژغورنې د ملاتړ مهمه سیمه ګڼل کیږي، په وروستیو میاشتو کې د ناکراریو او امنیتي پېښو شاهده ده.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه