اوچا: په فلیپین کې د ترامي توپان له امله نږدې یو مېلیون کسان بې‌ځایه شوي دي

د ټرامي سخت توپان په فلیپین کې د سختو سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدنې لامل شوی دی. اوچا د ملي خطرونو د کمولو او مدیریت شورا له قوله لیکلي، چې د دغه هېواد په ۱۸ بېلابېلو سیمو کې د ۶.۷ مېلیونو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.