سي اېن اېن: ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پر اسراییل برید وکړي

یوې لوړيوړې سرچینې د چهارشنبې په ورځ سي اېن اېن ته ویلي، چې ایران به د اسراییل وروستیو بریدونو ته «پرېکنده او دردوونکی» ځواب ورکړي. دغې سرچینې زیاته کړې، چې ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پر اسراییل برید وکړي.