• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: داعش په ۳ میاشتو کې ۲۸ ملکي کسان په افغانستان کې وژلي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۹ GMT+۰

د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې په یادو دریو میاشتو کې د داعش په څلورو بریدونو کې ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

دغه رپوټ، چې د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر ۱۰مه خپور شو، د ښځو او نجونو د حقونو، ملکي مرګ ژوبلې، سرحدي شخړو، د رسنیو ازادۍ، پخوانیو افغان سرتېرو او بدني مجازاتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د کابل په دشت برچي کې د اګست پر ۱۱ مه د ماین چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي.

د یوناما په وینا، د دې پېښې ټول قربانیان هزاره توکمه شیعه وو.
د یوناما رپوټ په ډاګوي چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د اګست پر ۲۲ مه د داعش په یوه بله چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه رپوټ له مخې، د داعش په یوه بل ځانمرګی برید کې، چې د سپټمبر پر دویمه په کابل کې د طالبانو د فرمانونو د څارنې او تعقیب ریاست مخې ته وشو، اووه ملکیان ووژل شول او تر ۲۹ ډېر نور ټپیان شول.
دغه رپوټ د غور-دايکندي پر لاره د داعش د يوه بل بريد يادونه کړې، چې د هزاره وو په ګډون ١٤ کسان پکې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
یوناما د داعش د اعلامیې په حواله لیکلي چې د دې بریدونو هدف هزاره وګړي او طالب چارواکي وو.
دغه رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو په وار وار په افغانستان کې د داعش فزیکي حضور رد کړی دی.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي