د ایران بهرنیو چارو وزیر د مصر او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعطي د چهارشنبې په شپه ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د ترینګلیو حالاتو په اړه خبرې کړې او تر څنګ یې په لبنان او غزه کې د اوربند ټینګولو لپاره د نړۍوالې ټولنې د بیړنیو هلو ځلو پر اړتیا ټینګار کړی.