• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له الوتکې د کوزېدو پرمهال د پاکستان د ولسمشر پښه ماته شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دوبۍ کې د چارشنبې پر شپه له الوتکې د کوزېدو پر مهال غورځېدلی او پښه یې ماته شوې ده.

د پاکستان د ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې زرداري له غورځېدو سملاسي وروسته روغتون ته لېږدول شوی او له معاینې وروسته یې ډاکټرانو پښه ګچ کړې ده.خبرپاڼه وايي چې « د زرداري پښه به تر څلورو اونیو په ګچ کې وي».ډاکټرانو نوموړی له روغتون نه رخصت کړی او د ارام سپارښتنه یې ورته کړې ده.د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې ۶۹ کلن زرداري په دې وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتيايي ستونزو کړیږي.د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې زرداري د سترګې عملیات وکړ او په ۲۰۲۲ کال کې د سینې د عفونت له امله یوه اونۍ په روغتون کې پروت و.





ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»