• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یونېسف مشره: له زده‌کړو پاتې افغانې نجونې په کم عمر کې د ودولو له ګواښ سره مخ شوې دي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشره وايي، په افغانستان کې له زده‌کړو او حقونو بې برخې نجونې په کم عمر کې له واده کولو پرته بله لار نه لري. کاټرین رسل ټینګار وکړ چې هیڅ هیواد د خپل نیمایي نفوس له ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) مشرې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانو ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې خپل غږ پورته کړي.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د چهارشنبې په ورځ د (لړم نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو غږ غلی شوی او د هغوی خوبونه په اوبو لاهو شوي دي.
د یونیسف د مشرې د ایکس پاڼې په یادښت کې وړاندې لیکلي: «له ښوونځي څخه ایستل شوې، په کورونو کې بندي نجونې چې له خپلو حقونو بې برخې شوي، دوی په کم عمر کې له واده کولو پرته بله لاره نه لري.»
د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ښځو کار او اقتصادي فرصتونه سخت راکم کړي او د ښځو هیلې او وړتیاوې یې تر پښو لاندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د یوې نوې څېړنې له مخې، د طالبانو تګلارو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه یې د کورنیو نظرونه بدل کړي دي، او د طالبانو له وېرې او په ټولنه کې د نرواکۍ له پیاوړي کېدو وروسته یې د نجونو د زده‌کړې ملاتړ کم کړی دی.
دغه څېړنه دا هم تاییدوي چې پر زده‌کړو د بندیز له امله په افغانستان کې د نجونو په کم عمر کې ودونه زیات شوي دي.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی