نیویارک ټایمز په خپله یوه مقاله کې د ۲۰۲۰کال د ټاکنو د تجربو او انتخاباتي اصولو او مقرراتو په څیړلو سره دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو هڅه کړې.
په ۲۰۱۶کال کې نړۍ پوهېدله، چې ډونالډ ټرمپ د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې، خو په ۲۰۲۰کال کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایدن د ګټونکي په توګه اعلان ۴ ورځې ونیولې.
د نیویارک ټایمز په وینا ، اوس هم دا احتمال شته چې که چیرې د وروستیو پایلو اعلان په څو ایالتونو کې د څو زرو رایو په توپیر محدود وي، ښايي د راتلونکي ولسمشر د نوم اعلان څو ورځې وخت ونیسي.
خو په عین حال کې، که د نظر پوښتنې په خلاف چې د دواړه خواو تر منځ سیالي ډېره سخته روانه ده، که چیرې یو نوماند ډېرې رایې ترلاسه کړي؛ نو د ټاکنو پایلې به ډېر ژر اعلان شي.
په ۲۰۲۰ کې څه پېښ شول؟
د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۳مه ترسره شوې، مګر د اوو ټاکونکو ایالاتونو هر یو اریزونا، جورجیا، میشیګان، نواډا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسین، وروستۍ پایلې د چهارشنبې په سهار اعلان نه شوې.
اسوشیټیډ پریس د چهارشنبې په ورځ ، د نومبر په ۴مه اعلان وکړ، چې بایډن د میشیګان الکترال او ویسکانسن انتخاباتي رایې ترلاسه کړي ، کوم چې هغه یې بریا ته نږدې کړی، مګر لاهم بریا ته نه دی رسیدلی.
د هغه کال د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان درې ورځې نورې هم وغځېدې، ځکه چې د پوستي رایو شمېرلو ته اړتیا وه.
د شنبې په ورځ له ماسپښین مخکې د نومبر په ۷مه نېټه خبري سازمانونو جوبایډن د پنسلوانیا ګټونکی اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې د وروستۍ پايلې له مشخصیدو سره سره، د نواډا، جورجیا، اریزونا او شمالي کارولینا پایلی ډېر په ځنډ اعلان شوې.
بل ټکی دا دی چې د ایالتي قانون پراساس، ځینې ایالتونه د حضوري رایو څخه مخکې د پوستي رای پاڼې شماري او په ځینو نورو کې یې بر عکس وي. په دې کې دا احتمال و چې دموکراتانو په پوستي ډول ډېرې رایې کارولې وې او جمهوري غوښتونکو په حضوري توګه د رایو د شمېرلو پایلو تدریجي اعلان امکان لاره، چې ګمراه کوونکي اوسي.
مانا دا چې پوستي رايې په کوم ځای کې چې لومړی لوستل کېدې، ښايي داسې انګېرنه یې رامنځته کوله چې په دې پړاو کې د ديموکراتانو د اکثريت رايو له امله د دوی نوماند دغه ايالتونه ګټلي او چېرته چې حضوري رايې لومړی ولوستل شوې، داسې انګیرل کیده چې د جمهوري غوښتونکو کاندید دا ایالتونه ګټلي دي.