• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له دوه اونیو ځنډ وروسته ومنله، چې د ایران سره په پوله یو شمېر افغانان وژل شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۲ GMT+۰

ایران په کلګان سېمه کې پر افغانانو د ډزو د پېښې د څېړلو لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي پلاوي دوه اونۍ وروسته ومنله چې، د ایران په کلګان کې پر افغانانو ډزې شوې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۰مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ایران کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ابراهیم صدر په مشرۍ د پلاوي څېړنې لا هم نه دي بشپړې شوې.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د ایران په کلګان سېمه کې پر افغانانو د چاودنې او ډزو پېښې منل شوې او زیاته کړې یې ده، چې په پېښه کې یو شمېر نورو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی فطرت وايي، د پېښې د څېړنې پلاوي له لوري د پېښې له ځایه تر دې دمه دوه مړي او د یو شمېر ټپیانو په ګډون ۳۴ تنه نور افغانان افغانستان ته را لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، چې په پېښه کې یو شمېر نور زیانمن شوي افغانان لا هم په ایران او پاکستان کې دي او طالب پلاوی یې د موندلو هڅه کوي.
حال وش د بشري حقونو سازمان چې د سیستان او بلوچستان په اړه راپورونه خپروي، په لومړي ځل یې د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د ایران د پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغانانو پر ۳۰۰ کسیزه ډله چې غوښتل یې ایران ته واوړي د ډزو خبر خپور کړ.
په راپور کې ویل شوي و، چې د ډزو په پایله کې لسګونه افغانان مړه او ټپیان شوي دي.
خو هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د ایران په پوله کې د افغانانو د وژل کېدو او ټپې کېدو په اړه دا تشې اوازې دي، «دا معلومات لا نه دي تایید شوي او د موضوع له روښانه کېدو وروسته به لازم تصمیم ونیول شي.»
طالبانو د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د یادې پېښې د څېړلو په موخه د کورنیو، بهرنیو او دفاع وزارتونو څخه یو ګډ پلاوی وټاکه، چې د پلاوي مشري د کورنیو چارو امنیتي معیین ته سپارل شوې وه.
خو ګڼ نیوکه کوونکي وایي، چې ابراهیم صدر ایران ته نږدې کس بلل کېږي او له همدې امله د دغو پلټنو پر پایلو هم زیات باور نه شي کولای.
خو د طالبانو له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې څخه داسې ښکاري، چې طالبان د دوو اونیو په تېریدو لا هم نه غواړي د ایران په کلګان سېمه کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د لسګونه افغانانو د وژل کېدو د پېښې بشپړ معلومات خپاره کړي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: ۵۷۴ افغان بندیان به راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۶ GMT+۰
ایرانی چارواکی: ۵۷۴ افغان بندیان به راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي
100%

د ایران لوی څارنوال وایي، چې ټول ټال د اتو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو بندیانو له ډلې څخه به ۵۷۴ یې راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، د هغه هېواد لوی څارنوال محمد موحدي ازاد ویلي، د ایران په زندانونو کې له بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د دولت زیات لګښت هم کېږي.

نوموړي په خبره، باید د دغو بندیانو شمېر را کم شي.
ښاغلي موحدي ازاد وویل:« د دې لپاره اسانه او ارزانه لاره دا ده، چې هغوی باید خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د ایران پر حکومت دغه اقتصادي بوج نور را کم شي.»
د ایران لوی څارنوال په دې برخه کې د هغې کمېټې یادونه هم وکړه، چې خپلو هېوادونو ته د بهرنیو بندیانو د لېږد مسوولیت لري.

نوموړي په دې برخه کې د افغان بندیانو په اړه وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»
که څه هم چې د ایران لوی څارنوال د دغو بندي شویو افغانانو د بندي کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو تر ډېره په ایران کې افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاقو او پر نورو جنایي جرمونو تورن دي، چې ډېر ځله د هغه هېواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه هم خپرېږي.
د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي بیا وایي، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:« تېر کال د ایران د قضاییه قوې د بشري حقونو د برخې پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی و، چې یو شمېر هغه افغانان چې په جنایي جرمونو تورن دي خپل هېواد ته ستانه کړي.»
په ایران کې د زندانونو وضعیت تر ډېره اندېښمنونکی دی او د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده، چې دغو اعدامونو د بشري حقونو د بنسټونو نېوکې هم له ځان سره لرلې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې ډېر ژر د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول فرمانونه لغوه کړي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۰
 د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې ډېر ژر د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول فرمانونه لغوه کړي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د افغانستان د اصلي چارواکو په توګه ژر تر ژره ټول هغه ټول فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹مه) پر اېکس پاڼې کاږلي، چې په افغانستان کې ښخې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې په زیاتېدوکي ډول له سختو بریدونو سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه د دوی د ژوند په ټولو برخو اغیزه کوي.

یو شمېر معترضې مېرمنې وایي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان باید نړۍوالې ټولنې ته د حساب ورکولو لپاره اړ کړای شي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې پر طالبانو دې لا ډېر فشار راوړي؛ څو غه ډله په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

یو شمېر نورو بیا له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې طالب مشران دې د جنګي جنایت کوونکو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو نقضوونکو او د جنسیتي توپیر د مجرمینو په توګه پوښتنو او ګروېږنو ته راوکاږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو پروړاندې د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

دغې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړي او ان په دې وروستیو کې یې د ښځو غږ هم «عورت» بللی دی.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

حنيف اتمر: د جمهوريت د سقوط په تړاو باید په بې پرې توګه څېړنې وشي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰
حنيف اتمر: د جمهوريت د سقوط په تړاو باید په بې پرې توګه څېړنې وشي
100%

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر د جمهوريت د سقوط په تړاو د ځينو کسانو د وروستيو څرګندونو په غبرګون د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې په دې اړه باید ټول سیاسیون او دولتي مشران په ملي او نړۍواله کچه ځواب ويلو ته چمتو شي.

د افغاسنتان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د جمهوريت د سقوط اړوند د ځينو رسنیو او سیاسي کړيو د موضوع انعکاس ته په اشارې لیکلي: «د جمهوريت پرځېدل یوه تاريخي فاجعه وه، چې هېوادوال یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړل.»

هغه په دې اړه د کوم چا مشخص نوم یاد نه کړ.

نوموړي ويلي، چې د دغه موضوع د څېړلو پر مهال باید ټول اړخونه او کورنۍ او بهرني عوامل په بې پرې توګه وارزول شي.

اتمر زياتوي، چې په دې سره کېدلی شي «د حساب ورکونې او عدالت» لپاره د افغانانو حق تامين شي.

نوموړي په دې اړه د افغانستان له شریکو هېوادونو هم غوښتي: «د افغانستان ملګري هېوادونه هم باید د دغه زړور او صادقانه هوډ او سیاسي چمتوالي هرکلی وکړي او خپلو دولتي مسوولانو په تړاو، چې په دې بهير کې ښکيل دي د حساب ورکونې او عدالت مسلې د څېړنې لپاره ګام پورته کړي.»

اتمر لیکلی، چې ده او یو شمېر نور مشرانو لا دمخه د حساب ورکونې په يو بې پرې بهير کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی.

نوموړي د جمهوريت د سقوط اړوند د څېړنې او حسباب ورکونې په بهير کې د طالبانو د شاملېدو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمی خلیلزاد تېره ورځ د پخواني جمهوري حکومت د مشرانو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او استازی یې د جمهوریت د سقوط لامل نه وه او د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران یې «هم په جګړو او مذاکراتو کې بد ول او هم د هېواد په اداره کولو کې.»

خلیلزاد تېر حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو مسوول ګڼي.

مولوي کبير: د ديني او عصري علومو ترمنځ تضاد ختم شوی او موږ دواړو ته پاملرنه کوو

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰
مولوي کبير: د ديني او عصري علومو ترمنځ تضاد ختم شوی او موږ دواړو ته پاملرنه کوو
100%

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د خصوصي پوهنتونو له مسولنیو سره په لیدنه کې ويلي، چې دوی د ديني او عصري زدکړو ترمنځ واټن او تضاد ختم کړی او دواړو ته پاملرنه کوي. مولوی عبدالکبير وايي، ځینې پخوانیو نظامونو منبر هېر کړی و او یوازې عصري علومو ته یې پام کاوه.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د خصوصي پوهنتونو له مسولينو سره لیدنه کې ویلي، تعليمي بنسټونه باید هڅه وکړي، چې په اسلامی او افغاني ارزښتونو سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.

مولوي کبير ادعا کړې، چې ځينو نظامونو يوازي ښوونځيو ته پاملرنه کړې او منبر يې هېر کړی و.

هغه زياتوي: « تاریخ ثابتوي چي ځينو نظامونو يوازې په ښوونځيو اتکا درلوده او په اسلامي ټولنو کې يې منبر ته شاه کړې وه. اسلامي امارت ديني او عصري زدکړو ته ارزښت ورکوي.»

دغه طالب چارواکی پر داسې مهال پر ديني او عصري زدکړو ټينګار کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي، له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو ليري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګمارلي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر وايي جوماتونه او عبادتځي «رسمي» کوي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۰
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر وايي جوماتونه او عبادتځي «رسمي» کوي
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر محمد ثاقب وايي، هغه جوماتونه او عبادتځي چې تر اوسه نه دي ثبت شوي رسمي کوي يې. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت غواړي د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د امامانو، د جوماتونو د خدمت کوونکو او موذنینو شمېر زیات کړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹ مه) نېټه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نور ثاقب په کابل کې له یو شمېر شیعه او سني ملایانو سره بېلي ليدنې درلودې.

د دغه وزارت له خوا د خپرو شویو انځورونو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړي محمد اکبري هم حضور درلود.

محمد ثاقب په دې غونډه کې وویل، چې علما «خلګو ته ارشاد او لارښوونه کوي او خلګ دیني زده کړو هڅوي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو، حسینیانو او خانقاو د ترمیم او جوړولو لپاره جدي اقدامات کوي.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو هغه جوماتونه او عبادت ځایونه، چې تر اوسه رسمي نه دي، رسمي کوو. موږ به د مبلغین، امامانو، موذنینو او خدمتګارانو شمېر زیات کړو تر څو د دیني او اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې اغېزمن او ګټور عمل وکړي.»

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په همدې کال کې د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په دارالامان کې د شیعه ګانو یو جومات له دې امله تړلی، چې د جومات ځمکه د دولت ملکیت وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عدليې وزارت د دې پرېکړې پر ضد يو شمېر کسان هم نيول شوي وه.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د دارالامان پر سړک د تمدن تلویزیون، جومات او خاتم النبین پوهنتون ځمکې غصب بللی وې او د غصب د خلاصون امر یې کړی وو.