• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لیز چیني: چې که ټرمپ واک ته راستون شي خپل مخالفین به وځپي

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د کانګرس پخوانۍ جمهوري غوښتونکې غړې لیز چیني د ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې که ټرمپ واک ته راستون شي خپل مخالفین به وځپي.

په اریزونا ایالت کې د کمپاین په یوه غونډه کې ټرمپ، د دې لپاره چې لیز او د هغې پلار، د ولسمشرۍ پخوانی جمهوري غوښتونکی مرستیال ډیک چیني، له نوموړي څخه ملاټړ ونه کړ، لیز "ډېره احمقه" او "جنګ غوښتونکې" وبلله.

ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل: «راځئ چې هغې ته یو ټوپک ورکړو او په نهو ټوپکونو یې وولو او وګورو چې څه احساس لري کله چې ټوپکونه هغه په نښه کوي.»

دا څرګندونې د پراخو نیوکو سره مخ شوې او لیز چیني پر اېکس وویل، چې د مخالفینو ته د مرګ ګواښ د دیکتاتورۍ یوه نښه ده. هغې زیاته کړه: "موږ نشو کولای خپله خپلواکي او خپل هېواد یو کم ظرفه، کرکه لرونکي، بې ثباته او ظالم سړي ته چې غواړي یو دیکتاتور اووسي، وسپارو.»

چیني یو له مشهورو جمهوري غوښتونکو څخه ده، چې په ښکاره یې د ټرمپ پر ضد دریځ نیولی او د هغه پر سیاستونو یې سختې نیوکې کړې دي.

چیني د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کې د کمالا هرېس څخه ملاتړ کړی او دا ملاتړ یې د هېواد ګټو ته د لومړیتوب ورکولو نښه بللې ده.

چیني خلکو ته خبرداری ورکړ، چې ټرمپ د خلکو ازادۍ او حقونو ته جدي ګواښ دی او ویې ویل: "ښځې به غلې پاتې نه شي."

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري