امریکا ایران ته خبرداری ورکړی، چې د شخړو له زیاتیدو سره به اسراییل کنټرول نه شي کړای

اکسوس خبري رسنۍ د یو امریکايي چارواکي او یو پخواني اسراییلي چارواکي له خولې لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د جو بایډن ادارې ایران ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل پر ضد له بل برید څخه ډډه وکړي.