سبا د سې شنبې ورځ د نومبر پنځمه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي
د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالۍ یوه نازک پړاو ته رسېدلې دي او په ډېر لږ توپیر یې سیالۍ روانې دي، دا مهال د ټولو پام د امریکا هغو ایالتونو ته دی چې لا یې خپل لوری نه دی ټاکلی.
تر پرون یکشنبې شاوخوا ۷۵ میلیونو خلکو خپلې رایې کارولې دي.
د روانې اونۍ له پیله دواړو نوماندانو په همدغو ایالتونو کې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې زیاتې کړې دي.
ویل کیږي، نن کمالا هرېس مېشیګن ایالت ته ځي، هلته چې د ډیموکراتانو لپاره تر نورو مهم بلل کېږي.
د امریکا په پخوانیو ټاکنو کې امریکایانو ته د دغه هیواد کورني مسایل ډېر مهم وو، خو دا ځل ټاکنې له نورو هغو توپیري بریښي او دا ځل نړۍوالې موضوع ګانې په کې یادیږي، چې د اوکراین بې پایلې جګړه، په منځني ختیځ کې د اسراییل جګړه او نړۍوال غبرګونونه او له ایران سره د اسراییل د بریدونو تبادله.
شنونکي په دې باور دي چې که څه هم په دومره لویو نړۍوالو مسلو کې د افغانستان موضوع هېره غوندې ښکاري خو بیا هم په ټاکنیزو کمپاینونو کې یاده شوې ده.
د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د امریکا لپاره یو شرمونکی ګام بللی چې له دې امله ډیری مهال د جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کوي.