• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایان د سې شنبې ورځې ټاکنو ته شېبې شمېري

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۹ GMT+۰

امریکایان د سې شنبې ورځې ټاکنو ته په داسې حال کې شېبې شمېري چې له دوو بېلابېلو نوماندانو او د دې هېواد د راتلونکي په اړه له مختلفو لیدلورو سره مخامخ دي.

ځيني رایه ورکوونکي د ټاکنو د پایلو او له احتمالي بې ثباتۍ څخه وېره لري.
رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې لیکلي، چې د هغو اوو ایالتونو له ۵۰ اوسېدونکو سره یې خبرې کړي، چې په دې ټاکنو کې یې رایي کلیدي رول لري.
د راپور له مخې، دوی له ځینو داسې کسانو سره مخ شوي دي، چې د خپلې د خوښې نوماند د نه بریالیتوب په اړه اندېښمن دي.
دوی وایي، چې ځیني مرکه کوونکي اندېښنه لري، چې سیاسي وېش به لا پسې ژور شي.
اخوا، یو شمېر نورو امریکایان له روان سیاسي وضعیت څخه ستړي شوي دي.
یوه ۶۸ کلنه تقاعد شوې ګرافیک ډیزاینره چې پلان لري د ټرمپ لپاره رایه ورکړي وایي، چې له روان کړکېچ، د دوامداره پوښتنو او د کمپاین له اعلانونو څخه چې په پنسیلوانیا کې یې هر وخت مخې ته راځي ستړې شوې او غواړي له دې ټولو څخه لرې پاتې شي.
ځیني نور بیا هیله لري، چې د دې ټاکنو پایلې ژر روښانه شي ترڅو په امریکا او دغه راز په نړۍ کې روان کړکېچ لا ژور نه شي.
ټاکل شوې، چې د سې شنبه په ورځ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د نوماندانو ترمنځ د وروستیو اونیو د سختو ټاکنیزو سیالیو وروسته ترسره شي.‌
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې تر اوسه څه باندې ۷۸ ميليونو خلکو په مخکې له مخکې رایې ورکړي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې