ولې پنسلوانیا او مشیګان نوماندانو ته دومره مهم دي؟
کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا او مشیګان کې خپل کمپاین پای ته ورساوه. پنسلوانیا د ۱۹ الیکټوریل رایو او یشیګان د ۱۵ الیکټوریل رایو په لرلو سره د هغو اوو مهمو ایالتونو په ډله کې دي چې د دې ټاکنو پایلې به ټاکي.
د ۱۹ الیکټوریل رایو په لرلو سره پنسلوانیا یو هغه ایالت دی، چې دواړو نوماندانو ورته زیات
لاړل.
په ۲۰۲۰ کې دا ایالت یو هغه وروستی ځای و چې بایډن په کې زیاتې رایې خپلې کړې.
مشیګان ۱۵ الیکټوریل رایې لري او د ولسمشرۍ د ګټلو لپاره دواړو نوماندانو ته یو اړین ایالت ګڼل کیږي.
له لسیزو راهیسې، مشیګان د "نیلي دیوال" ایالتونو برخه ده او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ډېموکراتانو ته یې د باور وړ رایې ورکړې.
مګر ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د دې ایالت د رایو په ګټلو سره دا فرهنګ بدل کړ، خو بایډن په ۲۰۲۰ کې د ډیموکراتانو لپاره دا ایالت بیرته حپل کړ.