سي اېن اېن: د امریکا د ملي ګارډ ځواکونه په ۱۵ ایالتونو کې بسیج شوي دي

سي اېن اېن د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو په ورځ د امریکا د ملي ګارډ ۲۵۰ ځواکونه په ۱۵ ایالتونو کې سره بسیج شوي دي. د دې راپور له مخې، یاد شمېر ځواکونه په اریزونا، دلاور، هاوایي او شمالي کارولینا کې حضور لري.

له دغو ۲۵۰ ځواکونو څخه یو شمېر یې د سایبري امنیت او ځیني نور یې بیا د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د سیمه ییزو غوښتنو پر بنسټ ماموریت ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اف بي ای د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د بمي ګواښونو ډېری جعلي پېغامونه له روسي اېمېلونو سرچینه اخلي.
اف بي ای په یوې بیانیه کې ټینګار وکړ: «تر اوسه هېڅ یو ګواښ معتبره نه و».
د یادولو ده، چې یادې ادارې د هېڅ یوه ایالت نوم نه دی اخیستی، چې دغه جعلي ګواښونه پرې اړوند وي.
نن په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او زرګونه امریکایان به د خپلې خوښې نوماند یا نوماندې ته رایه ورکړي.
ډونالډ ټرمپ مخکې هیله وښودله، چې د دغو ټاکنو پایلې ژر روښانه شي.