حماس: د امریکا د ټاکنو پایلې موږ ته د اندېښنې وړ نه دي

د حماس یو چارواکي اسامه حمدان په یوې خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې دوی د امريکا د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښمن نه دي.

هغه وایي، هيله‌من دي چې د امریکا نوی ولسمشر به د هغو امريکايانو غږ واوري چې د اسراييل د «یرغل» او په غزه کې د جګړې مخالفت کوي.
هغه وایي، امریکا د اسراییل له متحدینو او ملاتړو څخه ده چې د دوی د خلکو په وړاندې په جګړه او تېري کې د اسراییل ملاتړ کوي.