اسوشېټېډ پرېس: ډېری امریکایان باور لري چې د امریکا ټاکنې د ډیموکراسۍ لپاره حیاتي دي
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې له څلورو امریکایانو درې یې په دې باور دي، چې روانې ټاکنې د ډېموکراسۍ د راتلونکي لپاره حیاتي دي. د دې راپور له مخې، دوی په دې باور دي چې ګواښونه زیات دي او د ځینو کسانو د استرس کچه هم لوړه ده.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ترسره کېدو په حال کې دي.
د دوو کلیدي ایالتونو پنسلوانیا او میشیګن چارواکو اعلان وکړ، چې تمه لري د سې شنبه د ورځې د ټاکنو پایلې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د وخت په پرتله ژر محاسبه شي.
د پنسلوانیا والي هم وویل، چې سږ کال په دې ایالت کې د یو میلیون پوستې رای پاڼو غوښتنه شوې، چې د کوویډ-۱۹ وبا د وخت په پرتله کموالی ښيي.
تر دې وړاندې د فلادلفیا ښار کمیسار ویلي و، چې د تېرو وختونو په پرتله به دا ځل د روانو ټاکنو د رایو شمېرل ډېر ژر ترسره شي.