ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خپله رایه صندوق ته واچوله

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خپله رایه صندوق ته واچوله. نوموړي وویل، چې د ټاکنو پایلې باید د امریکا پر وخت نن شپه روښانه شي.

ټرمپ د ټاکنو د پایلو له څرګندېدو مخکې د احتمالي بریا د اعلان په اړه وویل: «موږ به د پایلو په تمه یو.»
اوسمهال د امریکا په ټولو ایالتونو کې د رایه ورکولو بهیر روان دی او تمه کېږي، چې نن شپه به د دغو ټاکنو پایلې روښانه شي.
خو ځیني باورونه بیا دا دي، چې ښایي د ټاکنو پایلې تر څو ورځو او ان تر څو اونۍ وخت ونیسي.
د امریکا د ټاکنو جوړښت یو ځانګړی او پېچلی سیسټم لري، چې د ولسمشر، کانګرس او محلي حکومتونو د ټاکنو لپاره بېلابېل قوانين او اصول لري.
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې د نومبر په لومړۍ سې شنبه ترسره کېږي.