طالبان په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي بریدګر پر قبر څلی جوړوي

طالبان وايي، د حیات الله په نوم د لومړي ځانمرګي بریدګر پر قبر د څلي جوړول «له فرهنګي پلوه په افغانستان کې د امریکا په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ یوه هڅه ده».

طالبان وايي، د حیات الله په نوم د لومړي ځانمرګي بریدګر پر قبر د څلي جوړول «له فرهنګي پلوه په افغانستان کې د امریکا په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ یوه هڅه ده».
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند او سراج الدین حقاني ته نیږدې کس خالد ځدراڼ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي بریدګر د برید پر ځای د څلي د جوړولو چارې پیل شوې.نوموړي لیکلي، چې د حیات الله په نوم یوه ځانمرګي بریدګر د پکتیا ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی و، چې په هماغه ځای کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه د یو څلي د جوړولو کار پیل شو.خالد ځدراڼ زیاته کړې، چې دغه څلی د سراج الدین حقاني پورې تړلي «جلال بنسټ» لهخوا جوړېږي او په ډېره کمه موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.نوموړي لیکلي:« د دغه څلي د جوړېدو هدف د حیات الله “لومړني ځانمرګي بریدګر” د یاد خوندیتوب او په فرهنګي لحاظ په افغانستان کې د امریکایانو په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ هڅه ده.»د حقاني ډله په افغانستان کې یوه له هغو ډلو څخه ده، چې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه ملکي وګړي او افغان نظامیان وژلي دي.که څه هم په ښکاره د حقاني شبکې غړي د کندهاري طالبانو پرتله ځان نرم دریځه او منځلارې ښیي؛ خو د دغې شبکې له لوري په افغانستان کې د ډېرو ځانمرګو بریدونو په کولو سره د خلکو په زړونو کې د یادې شبکې پر وړاندې کرکه او نفرت ډېر دی او ښايي د یادې ډلې په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړي هیڅکله هم دغه ډله ونه بښي.حقاني ډلې د حیات الله په نامه د دغه کم عمره ځانمرګي بریدګر قبر رغولی او شناخته یا لخڅه یې پرې لګولې ده.دا په افغانستان کې د طالبانو لومړنی ځانمرګی بریدګر و، چې د حقاني شبکې یوه پخواني قوماندان مولوي عبدالمنان د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو په همکارۍ برید ته چمتو شوی و.یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د حیات الله مسید قبر ته، چې د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سرانه سیمه کې د سړک پر غاړه پروت دی، وخت ناوخته د طالبانو او حقاني شبکې مشران د دوعا لپاره ورځي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.
له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت لهخوا لازم ګام اخیستل شوی دی.
د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.
په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.
هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه دغه راز هیلهمندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.
که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د هغه حکومت اراده لري چې د هغو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه "چټک" وڅیړي چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی، ترڅو د راټولو شوو قضیو حجم کم کړي.
د شمېرو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.
د ډیلي ټیلیګراف په وینا کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو د قضیو د ژر څیړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کارګر حکومت غواړي "په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي".
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې يويټې کوپر د هغو هېوادونو نومونه وانه خيستل چې ښايي په دغه پروګرام کې شامل شي، خو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په برتانيا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو زيات شمېر لري او د منل کیدو کچه يې ٩٦ سلنه ده.
له دې وروسته د سوریې، سوډان او ایران څخه کډوال دي چې د کورنۍ جګړې، جبر او سیاسي او مذهبي ځورونو له امله بریتانیا ته پناه وړي او د هغوی د منلو چانس خورا زیات دی.
د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې قضیې د دغو پنځو هېوادونو اړوند دي.
د برتانیا لومړي وزیر د ریشي سونک حکومت د قضیو په ځنډولو کې پر کړ او ویې ویل، چې انګلستان د نورو هیوادونو په پرتله خورا بد وضعیت کې دی.
سټارمر همداراز زیاته کړه چې د انګلیس چینل له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره به د انسان د قاچاقبرانو سره د تروریستي شبکو د غړو په څیر چلند وشي.
هغه د انسان د قاچاق شبکې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې د بریتانیا د سرحدي امنیت ادارې بودجه به له ۹۷میلیون ډالرو څخه ۱۹۴میلیون ډالرو ته لوړه کړي.
د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه څه باندې ۳۱زره کډوال د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي او لږ تر لږه ۵۶کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نېږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي. خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
که څه هم چې افغانان له څلورو لسیزو د زیاتې مودې راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دغه هېواده د کډوالۍ بهیر یو ځلې بیا ګړندی شو او په ګڼ شمېر افغانان د دغې ډلې له وېرې مهاجر او جلا وطنه شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي (د تلې په ۲۳مه) ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
ښاغلي نصیر اندېشه دغه راز ویلي وو، چې دغه شمېر د بشریت په تاریخ کې تر ټولو زیات شمېر دی چې د نړۍوالو اندېښنې یې هم له ځانه سره لرلې دي.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

خو د دې تر څنګ په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو زور زیاتي بیا ګڼ کډوال اړ ایستي چې د ستونزو او کړاونو له ګاللو سره - سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دوی کې یې کمه برخه پخپله خوښه؛ خو غوښنه برخه یې بیا په زوره شړل شوې ده.
له ایرانه د کډوالو ستنېدل
په ایران کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي.
په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز د ایران حکومت تېره میاشت ویلي وو، چې نېږدې ۶۲۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د ایران د البرز والي مجتبی عبداللهي (د وږي په ۶مه) ویلي وو، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «ناقانونه» افغان کډوال اېستي دي.
دا رنګه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (د تلې په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې یوازې په تېرې یوې میاشتې کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه کړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو ستنېدل
په ټوله کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد او امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغو دواړو بنسټونو په وینا، د دغو راستنو شویو کډوالو ډېری برخه بې اسناده افغانان جوړوي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغو بېرته ستنو شویو افغانانو له ډلې ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي او پاتې ۱۰ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ښاغلي اپریدي په وینا، د دغو ستنو شویو کډوالو له ډلې ۵۴ سلنه یې له بلوچستانه، ۲۶ سلنه یې له خیبر پښتونخوا، ۱۳ سلنه یې له سنده، شپږ سلنه یې له پنجابه او یو سلنه یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده بېرته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو چارو اداره وایي، چې له دغه هېواده افغانستان د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېره له ۷۰۰ زرو اوښتې ده.

په پاکستان کې بیا د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه هېواد کې لاهم یو مېلیون او ۳۳۱ زره او ۳۳۳ د پي او ار کارټ لرونکي، ۸۹۰ زره د اې سي سي کارټ لرونکي، ۱۱زره او ۸۹۲ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي کسان، ۴۹ زره او ۸۲۳ زره هغه پناه غوښتونکي چې په پاکستان کې د درېیمو هېوادونو پناه غوښتنې ته په تمه دي او ۷۷۵ زره بیا بې اسناده کډوال مېشت دي.
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی وهي، ټکوي او زندانونو ته یې استوي.
په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په درلودو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او له دوی څخه بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي علي زاده وایي، چې دوی په هغه هېواد کې د کډوالۍ له هیڅ ډول حقونو برخمن نه دي، هغه وایي دوی نه یوازې د پولیسو له خوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو له خوا هم ورسره زور زیاتی کېږي.
هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
هغه وایي، د افغان کاریګرو سره هم له زور زیاتي څخه کار اخیستل کېږي. د هغوی د کار مزد ترېنه په زوره ستنول کیږي او حقونه یې نه ورکول کیږي.
د نوموړي په وینا، افغان کاریګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومانو کولای شول چې زده کړې وکړي؛ خو نن سبا په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخامخ شویدي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي مولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږ مزد په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یوخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له خوا ځورول کیږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته شړل کیږي.
هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمیږي، نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه دی پوره.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د تګ لاملونه
د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای او اېم)له راستنو شویو او هغو افغانانو سره د دوی د کډوالۍ د لاملونو په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.
دغو کډوالو یې په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان او ایران سره په کرښو کې شاوخوا ۹۱ زره کسانو ورته د وطن د پرېښودلو لاملونه بې روزګاري، ځان خوندي نه ګڼل، د درملنې په برخه کې د اسانتیاو نشتوالی، د کورنیو د غړو لنډمهاله لیدنه کتنه په افغانستان کې امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري او د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.
د تازه کډوال شوي افغانان
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره او ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
دغه سازمان په خپل یو بل خپور شوي راپور کې ویلي، چې روان کال د سپټمبر له ۲۹مې راهیسې د اکټوبر تر پنځمې نېټې پورې له افغانستانه ۵۳ زره او ۹۵۱ کسان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
په ایران او پاکستان کې افغان بندیان
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې یوازې په سند صوبه کې نهو تنو افغان بندیانو د خپلې سزا موده پوره کړې او روانه اونۍ به له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړی شي او ۲۵ تنه نور افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي د محکمې پرېکړې ته په تمه دي.
هغه وایي، چې په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او بلوچستان کې ډېر افغان کډوال نیول کېږي؛ خو دغه کچه بیا په پنحاب کې ځکه کمه ده، چې هلته د مېشتو افغانونو شمېره کمه ده او له بل پلوه په اسلام اباد کې تر ډېره حده اسناد لرونکي افغانان اوسېږي.
د تهران د جرمونو د مخنیوي ادارې مرستیال ابوالفضل نیکوکار وایي، یوازې د تهران ښار په زندانونو کې ۱۲۴۵ تنه افغانان بندیان دي.
هغه وایي، له دې ډلې یې ۴۲۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نه دي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترینه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، په کابل کې یی نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی.
هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶،۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کیږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نه لري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته چې ګوزاره پرې وشي.»
هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بې برخلیکه پاتې شوي دي.
د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د کډوالو د حقونو د فعالینو نظر
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا هم په وار - وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو په وار - وار ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلی وایي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ په یو قانون کې هم نه شته.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
تېره میاشت د ایران د کلګان په سیمه کې ۳۰۰ تنه هغه افغان کډوال د ایراني پوله ساتو له خوا په نښه شول چې ایران ته یې د تلو تکل لاره.
د ځینو راپورونو له مخې، په هغه برید کې شاوخوا ۲۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

داسې مهال، چې طالبانو د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د ۱۶ لويو او وړو پروژو د پرانېستنې خبر ورکړی، یو شمېر سیاستوال او شنونکي ددې ډلې د سترو پروژو ادعاوې د خلکو تېر اېستل او تبلیغات ګڼي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې يې د انرژۍ، زېربنا او ترانسپورټ په برخو کې ۱۶ لويې او وړې پروژې پرانيستې او په ترڅ کې يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
خو د طالبانو د لویو پروژو، په ځانګړي ډول د عینک د مسو کان سپړنې ته په غبرګون کې د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د طالبانو په شتون کې د مس عینک کان کيندنه تش خوب دی.

په لوګر کې د عینک د مسو کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال د «ایم سي سي» په نوم له یوې چنایي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کيندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د عینک د مسو کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې.
ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوی، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي ايستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه ايم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزيځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو او چينايي چارواکو تر منځ یې د کانونو پروژې او تړونونه څارلې او د ده د موندنو له مخي به د طالبانو په شتون کې د میس عینک کان چارې پيل نه شي.
صالح نن دوشنبه پر خپله اېکس پاڼه د عینک د مسو کان اړوند ولیکل چې « طالبانو نن سباد مس عینک پروژې د پیل په اړه تبلیغات او اعلانات پیل کړي او یوازې د خلکو رواني حالت مغشوشوي، خو د طالبانو درواغو خپل اغیز له لاسه ورکړی .»
امرالله صالح وايي، چې اړوند چينایي شرکت تر اوسه عینک کان ته د غځېدلي اته کیلومتره سړک د پخولو چارې هم نه دي پیل کړې.
د طالبانو د کانونو وزارت وايي، چې اوس يې د مس عینک کان اړوند ټول خنډونه له منځه وړي او د لرغونو اثارو د خونديتابه لپاره یې یوه بدیله خوندي لاره هم غوره کړې.
د طالبانو په وینا،د مسو کیندنه به تر ځمکې لاندې تونلونو له لارې کيږي او لرغونې اثار به هم خوندي ځای ته لېږدول کيږی.
خو د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې د مس عینک کان د استخراج او ټرانزيت موضوع چې د پاکستان له لارې د تېرېدو حق لري هم د څو دلایلو له مخې د طالبانو له کنټرول وتلې خبره ده.
صالح زیاتوي، چې افغانستان دامهال مشروع او قانوني حکومت نه لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوپټا (OPTA) ترانزيټي تړون لغو شوی او اسلام اباد دامهال له طالبانو سره د قانون له مخې نه بلکي د شخصي اړيکو پر بنسټ چلند کوي.
صالح د عینک د مسو کان د چارو نه پيلیدو یو لامل د مسو ټيټه بیه او د چینایانو غير عملي ژمنې ګڼي. هغه وايي، « د برېښنا فابريکې جوړول او ورته نورې ژمنې د لومړنيو خبرو لپارهخيالي هڅونې دي. تر څو چې د لویو کانونو ګټې د طالبانو شخصي جیبونو ته ځي، هيڅ معتبره اداره به په افغانستان کې پانګونه ونه کړي.»
د عینک د مسو کان د لوګر په شمال ختيځ او د کابل په جنوب کې پروت دی، چې د نړۍ د مسو په سترو کانونو کې شمېرل کیږي.

د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کې د ۱۸ تنو وژل کیدل تایید کړل. پاکپور وویل، چې دغه کسان افغان او تاجکستاني وګړي وو، چې «د تیلو تر چتر لاندې» یې په ایران کې د "ځانمرګي" برید پلان درلود.
ایران په سیستان او بلوچستان کې د تیل لېږدوونکو په پراخې وژنې او ډزو تورن دی.
تېل وړونکي ډېری د ایران د سیستان او بلوچستان د محرومو سیمو اوسېدونکي دي، چې له دغه هېواده د پاکستان سرحدي سیمو ته د تیلو په لیږد سره خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
په دې وروستیو کلونو کې «د بلوڅ فعالانو کمپاین» ګڼ رپوټونه ورکړي چې د سپاه پاسداران ځواکونو په ډزو کې یو شمېر تېل وړونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
پاکپور وویل چې دغه کسان "د تیل وړونکو په جامه کې" له پولې تیریدل او غوښتل یې په ایران کې "ترهګریزې کړنې" ترسره کړي.
د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل چې د ایران په راسک، چابهار او پارود ښارونو کې د ایراني ځواکونو په عملیاتو کې «۱۸ تنه افغان – تاجکستاني» وګړي وژل شوي دي.
پاکپور ادعا وکړه، "موږ کره معلومات لرو چې په سیمه کې د دښمن څارګرو ادارو په یولړ ناستو کې ترهګرو ډلو ته د سیمې د بې ثباته کولو دنده سپارلې ده».
د سپاه پاسداران دغه چارواکي وویل، «ترهګر په هیڅ ډول ایرانیان نه دي او په جعلي ایراني اسنادو سره زموږ د خلکو پر ضد ترهګریزې کړنې ترسره کوي.»
له دې وړاندې حال وش سازمان رپوټ ورکړی و چې د روان کال د اپریل میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایراني پوځي افسرانو د مخامخ ډزو، لټون، تېښتې او ترافیکي پېښو په پایله کې ۲۷ بلوڅ تېل وړونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
تېره چارشنبه حال وش دغه راز رپوټ ورکړ، چې د ایران سرحدي ساتونکي او طالبان وروسته له هغه سره ونښتل، چې ایراني سرتېرو په پوله کې پر بلوچ تېل وړونکو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.
د بشري حقوقو د فعالانو او رسنیو په وینا، عمدي محرومیت او له یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول له سیستان، بلوچستان او کردستان سره د ایران د تبعیضي سیاستونو له امله د تیلو لېږد او د قاچاق پېښې ډېرې شوې دي.
