• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سینمايي لوبغاړي او سندرغاړي د ټرمپ او هرېس ترمنځ وېشل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې نن پیل شوې، خو په دې منځ کې ددغه هېواد نوموتې څېرې په لږ توپیر د دواړو نوماندانو د ملاتړو په توګه راڅرګندې شوې دي.

کمالاهرېس په پنسلوانیا کې د خبرو پرمهال وویل، چې د متحده ایالاتو خلک د نوي نسل مشرۍ ته تیار دي. د نوموړې اشاره یوې ځوانې مشرتابه ته وه. هرېس وویل، چې نوموړې چمتو ده دغه مشري پرغاړه واخلي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، کمالا هرېس په فلادلفیا کې خپل کمپاین ودراوه، چېرې چې پر دریځ د نوموړې له را څرګندېدو وړاندې خلک پر نوموتو څېرو لیډي ګاګا او اوپرا وینفري ورغونډ شول.

پاپ ستورې جینیفر لوپیز تېره اونۍ له هرېس سره په لاس ویګاس کې په یوه غونډه کې راڅرګنده شوه او ویې ویل، چې د نوموړې ملاتړ کوي.

سینمايي لوبغاړیهریسن فورډ او د اېن بي اې ستوری لیبرون جیمیز هم د هغو نوموتو کسانو پر نوملړ ور ګډ شول، چې د کمالاهرېس ملاتړ کوي. د هرېس په نورو نوموتو ملاتړو کې میریل سټریپ، جولیا روبرټز، جینیفر ګارنر او کومیډین کریس راک شامل دي.

دوو نورو ستوریو بیانسه او ټایلر سویفټ هم د هرېس ملاتړ اعلان کړی.

ددوشنبې په ورځ مشهور پاډکست جوړوونکي چې په لسګونو میلیونه اورېدونکي لري، له ټرمپ سره له درې ساعته مرکې وروسته وویل، چې نوموړی د پخواني ولسمشر ملاتړ کوي.

د ټرمپ نور نوموتي ملاتړي ډنیس کوایډ، هریسن بوټکر، سندرغاړې جاسن الدین، ټیډ نیوګینټ، کیدراک او غیږباسی هولک هوګن دي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي