د الېکټورل کالج رایو پایلې: ټرمپ ۱۰۱ او هرېس ۷۱ رایې ګټلي دي
د الېکټورل کالج رایو پایلې ښيي، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ ۱۰۱ او د ډېموکراټانو نوماندې کمالا هرېس ۷۱ رایې ګټلي دي.
ټرمپ په لسو او هرېس بیا په اتو ایالتونو کې بریالي شوي دي.
دا د امریکا د روانو ټاکنو لومړنۍ پایلې دي او ښایي بدلون وکړي.
این نتایج مقدماتی است و ممکن است تغییر کند.
د اعلان شویو پایلو له مخې، ټرمپ تر دې مهاله په اوکلاهاما، مي سي سي پي، الاباما، تنسي، سویلي کارولینا، کنټاکي، اېنډیانا او لوېدیځه ویرجینا ایالتونو کې بریالی دی.
له دې سره، هرېس بیا په مریلنډ، ورمونټ، ماساچوست، کنټیکټ او رودایلنډ ایالتونو کې بریالۍ شوې ده.
ټرمپ له رایه ورکولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «پر ځان د ډېر باور احساس لرم.»