• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده: موږ به له امريکا سره د متقابل احترام پر بنسټ کار وکړو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بريا وروسته وويل، چين به له واشنګټن سره د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او دوه طرفه همکارۍ پر بنسټ همکارۍ ته دوام ورکړي. ټرمپ ژمنه کړې، چې پر چینايي وارداتو به له ۶۰ سلنې زیاته تعرفه ولګوي.

چینايي چارواکي په دې باور دي، چې ټرمپ به پر چینايي وارداتو د احتمالي تعرفې په لګولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې خرابې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مايو نینګ په بېجینګ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ راتګ به د امریکا او چین پر اړیکو څه اغیز وکړي وویل: «د امریکا په اړه زموږ تګلاره په خپل حال پاتې ده.»

هغې زياته کړه: «موږ به د چین او امریکا اړیکو ته د متقابل احترام، سوله‌ ییز ګډ ژوند او ګټورې همکارۍ د اصولو له مخې وګورو او رسېدنه به ورته وکړو.»

چين هر کال امريکا ته څه د پاسه ۴۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت توکي صادروي.

شنونکيپه دې باور دي، چې د سوداګریزې جګړې شونتیا د چین مشرتابه اندېښمن کړی دئ، چې په صادراتو باندې یې د اقتصادي ودې د زیاتولو لپاره سخته تکیه کړې ده، په داسې حال کې چې د دغه ۱۹ټریلیونه ډالرو کمزوري اقتصاد کې مصرفوونکي لګښت نه کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د امریکا ۴۷ ولسمشر شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

ډونلډ ټرمپ نن د امریکا متحده ایالتونو د ۷۶ ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی ټرمپ ویسکانسن کې بریالیتوب سره د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۲۷۰ الیکټرال رایې وګټلې.

ایسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، نوموړي د ویسکانسن لسو الیکټرال رایو سره دا بری وګاټه.

ډونلډ ټرمپ تر اوسه ۲۷۷ الیکټرال رایې ګټلې دي.

د عمومي رایو د شمېر له مخې هغه ۷۰ میلیونه رایې ګټلې دي.

طالبانو په جوزجان کې د ۴ ښځو په ګډون ۲۲ کسان د خلکو په مخ کې په دورو وهلي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په اعلاميه کې ويلي، چې دوی نن په جوزجان ولایت کې ۹ تنه د «شراب پلورولو» او د ۴ ښځو په ګډون ۱۳ کسان يې «د زنا او قتل» په تور په عام محضر کې په درُو وهلي دي. طالبانو په پرله پسې ډول خلګو ته بدني سزا ورکول زیات کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه ۲۲ کسان یې په عام محضر کې له ۲۵ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي دي.

د دوی په خبره، چې د وهلو دغه پرېکړه د سترې محکمې تر تایيد وروسته عملي شوې.

طالبانو د دې کسانو د پېژندګلوی او بند په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دغه ادارې نن په پروان کې هم يوه ښځه او يو سړی د «زنا» په تور په عام محضر کې ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهلي او هم يې درې – درې کاله د تنفيذي بند سزا ورکړې.

د طالبانو له لوري خلګو ته بدني سزا ورکول په پراخه کچه غندل شوي او پر دې دلې سختې نيوکې کيږي؛ خو طالبان له دې ټولو سره سره په اونۍ کې څو ځله په بېلابيلو ولایتونو کې خلګو ته بدني سزاوي ورکوي او د چا خبرو ته غوږ نه ږدي.

طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

د ټرمپ هغه وفادار ملګري چې ښایي وزیران شي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۰

ټرمپ د ولسمشرۍ په خپله دویمه دوره کې د کابینې د کلیدي رولونو لپاره پر خپلو وفادارو ملګرو غور کوي.

ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ دورې ته تیاری نیسي او هوډ لري چې د خپلو وفادارو ملګرو له ډلې سره چې د هغه د "امریکا لومړی" لید ملاتړ کوي، له نږدې کار وکړي.

د ټرمپ د تېرې دورې په پرتله چې ډیر لوړ پوړي چارواکي پکې بدل شول، ټرمپ به په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې کابینې د ټاکلو په برخه کې له ورته تېروتنو ډډه وکړي.

د ټلګراف ورځپاڼې د تحلیل له مخې، ټرمپ له نوموتي پوډکاسټر جو روګن سره په یوه مرکه کې خپلې پخوانۍ تېروتنې ومنلې او و یې ویل ، "تر ټولو لویه تېروتنه چې ما کړې، ځینې خلک مې غوره کړل چې ما باید نه وای غوره کړي." دې ته په پام، د هغه ټیم د مهمو پوستونو لپاره احتمالي نوماندان ارزوي او دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې دوی د ټرمپ له لومړیتوبونو سره برابر دي.

په داسې حال کې چې ټرمپ تر ټاکنو وړاندې د واک د لېږد په تړاو د خپلو پلانونو په تړاو پټه خوله پاتې شوی، یو شمېر نومونه پر هغه نوملړ ور ډېریږي چې ښایي دده راتلونکې کابینه ترې غوره شي.

د سپینې ماڼۍ مشر به څوک وي؟

مېرمن بروک رولینز
پخوانۍ سلاکاره او د کورني پالیسي کارپوهه، رولینز په «امریکا لومړۍ پالیسي انسټیټیوټ" کې مهم رول لري. هغه د ټرمپ د لومړۍ دورې په ترڅ کې د هغه د قضایي دوسیې د پرمخ وړلو له امله ددرناوي وړ مېرمن ګڼل کیږي.

کیون مک کارتي
د استازو جرګې پخوانی رییس د ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ریاست لپاره یو مهم نوماند کېدای شي.

سوسي ویلز
د ټرمپ د کمپاین درناوي وړ مدیره، چې د سپینې ماڼۍ تجربه لري او له پخواني ولسمشر سره ښه کار کولای شي، خو سرچینې وایي چې نوموړې له دې څوکۍ سره ښایي راښکون ونه ښیي.

د بهرنیو چارو وزیر:

ریک ګرینل
په جرمني کې د امریکا پخوانی سفیر او د ملي استخباراتو سرپرست رییس د ټرمپ یو باوري ملګری پاتې شوی او د ټرمپ په ډله کې د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د وړ کس په توګه یادیږي.
له میلانیا ټرمپ سره د هغه اړیکې دده چانس لا ډېروي.

بیل هیګرټي
له ټینیسي ایالت نه جمهوري غوښتونکی سناتور او په جاپان کې د امریکا پخوانی سفیر هیګرټي د چین په اړه د خپل سخت دریځ او د «امریکا لومړی» بهرنۍ پالیسۍ له امله مشهور دی.

مارکو روبیو
د فلوریډا سناتور او د ټرمپ ټینګ ملاتړی، چې ډېر یې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د تخصص له امله یادونه کوي.
پر دې سربېره دغه پوسټ ته د رابرټ اوبراین او مارکو روبیو نومونه هم اخستل کیږي.

د دفاع وزیر:

مایک پومپیو
د ټرمپ د سي آی اې پخوانی رییس او د بهرنیو چارو وزیر، د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ لید ته د پومپیو اوږدمهاله وفاداري هغه د بهرنیو چارو وزیر یا دفاع وزیر لپاره احتمالي نوماند ګرځوي.
ټام کاټن
د ارکنساس سناتور او د عراق جګړې تجربه لرونکی، کاټن د ټرمپ کلک مدافع دی او په پراخه کچه د پنټاګون مشرتابه لپاره د پیاوړي نوماند په توګه مطرح کیږي.

لوی څارنوال:

مایک لي- محافظه کار سناتور، چې د هغه د قانوني شالید او له ټرمپ سره د ژورو اړیکو له امله مطرح دی، د لوی څارنوال/عدلیې پوسټ لپاره د لوړ نوماند په توګه لیدل کیږي، یو داسې موقف چې کولی شي د ټرمپ د دویمې دورې په اجنډا کې مهم رول ولوبوي.

کیم پاکسټن
د تکزاس لوی څارنوال د عدلیې وزارت لپاره د بل احتمالي انتخاب په توګه یادیږي. ټرمپ د پاکسټن د وړتیاوو ستاینه کړې او په عامه توګه یې د دې پوسټ لپاره په پام کې نیولی.

د مالیې وزیر:

رابرټ لایټیزر - د ټرمپ په تېره دوره کې د هغه د سوداګرۍ استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. تمه کیږي چې لایټیزر د ټرمپ په دویمه دوره کې د ټرمپ د تعرفو پالیسیو په پلیتابه کې کلیدي رول ولوبوي.

لاري کودلو
پخوانی اقتصادي سلاکار او نامتو اقتصاد پوه د مالیې وزارت لپاره د بل احتمالي نوماند په توګه یادیږي. له ټرمپ سره د هغه د اوږدې مودې اړیکو او د امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ کې رول ته په پام مهم کس دی.

جان پاولسن
میلیاردر تمویل کوونکی جان پاولسن، د ټرمپ نږدې متحد دی او د رپوټونو له مخې د مالیې وزارت څوکۍ لپاره پرې خبرې شوې دي.

هاوارډ لوټنیک
میلیاردر لوټنیک له لینډا مکماون سره یوځای د ټرمپ د «امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ» څارنه کوي. له ټرمپ سره د هغه نږدې اړیکې ښایي نوموړي ته په کابینه کې د غړیتوب لاره اواره کړي.

د ټلګراف ورځپاڼې په باور، راتلونکې ګومارنې به د ټرمپ دا هیله پرځای کړای شي چې نوموړی یې په حکومت کې د باور وړ متحدانو د راغونډولو په اړه لري.
په داسې حال کې چې ډیری دغه نومونه یوازې د خلکو پر ژبو دي، یو څیز ډاډمن دی: د ټرمپ کابینه به له داسې کسانو ډکه وي چې د هغه "امریکا لومړی" نظریه او د هغه د سیاسي اجنډا تعقیبولو ته ژمن وي.

د ټرمپ هغه وفادار ملګري چې ښایي وزیران شي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د ایران د حکومت ویانده: د ټرمپ د بریا په اړه اندېښنه نه لرو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلو ته په اشارې وویل؛ دغه موضوع له ایران سره خاص اړیکه نه لري. هغې زیاته کړه، چې د امریکا او ایران عمومي سیاستونه ثابت دي او په امریکا کې د ولسمشرانو له بدلون سره تغير نه کوي.

مهاجراني وویل د ایران له نظره ټرمپ او هارېس ډیر توپیر نه لري.

په ورته وخت کې هغې د امریکا په ولسمشرۍ کې د ټرمپ شتون ته په اشارې سره وویل، « وړاندوینې له مخ کې پلان شوي» او د خلګو په ژوند کې به هیڅ بدلون را نه شي.

مهاجراني زیاته کړه: «د تیرو څلورو لسیزو او په ځانګړي ډول د تیرو لسو کلونو بندیزونو ته په پام سره، هیواد لا پیاوړی شوی او موږ د ټرمپ د رایې په اړه اندیښمن نه یو.»

د پزشکيان د حکومت ویاندې د ټرمپ په نوې ادارې کې د ایران په خلاف د نویو بندیزونو د لګولو په یوې وړاندوينې سره وویل: «پخوانیو بندیزونو زمونږ داخلی قوت ډیر پیاوړی کړ او د نن ورځې اقتصاد په دې لاره کې د مقابلې توان لری.»