د جرمني لومړی وزیر وايي له ټرمپ سره په ګډه د برلین او واشنګټن همکاري جاري ساتي

د جرمني لومړی وزیر د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ ته د بري مبارکي ور کوي او وايي برلین او واشنګټن به د پخوا په څېر خپلو ګډو هڅو ته دوام ور کوي.

اولف شولڅ خپل اېکس کې زیاتوي، چې امریکا او جرمني له ډېر وخت راهیسې د اتلانتیک دواړو خواوو ته د پرمختګ او ازادۍ د پراختیا لپاره په بریالیتوب هڅې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې دواړه هېوادونه به د خپلو وګړو د پرمختګ لپاره همدا هڅې جاري ساتي.