• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ هغه وفادار ملګري چې ښایي وزیران شي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۰

ټرمپ د ولسمشرۍ په خپله دویمه دوره کې د کابینې د کلیدي رولونو لپاره پر خپلو وفادارو ملګرو غور کوي.

ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ دورې ته تیاری نیسي او هوډ لري چې د خپلو وفادارو ملګرو له ډلې سره چې د هغه د "امریکا لومړی" لید ملاتړ کوي، له نږدې کار وکړي.

د ټرمپ د تېرې دورې په پرتله چې ډیر لوړ پوړي چارواکي پکې بدل شول، ټرمپ به په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې کابینې د ټاکلو په برخه کې له ورته تېروتنو ډډه وکړي.

د ټلګراف ورځپاڼې د تحلیل له مخې، ټرمپ له نوموتي پوډکاسټر جو روګن سره په یوه مرکه کې خپلې پخوانۍ تېروتنې ومنلې او و یې ویل ، "تر ټولو لویه تېروتنه چې ما کړې، ځینې خلک مې غوره کړل چې ما باید نه وای غوره کړي." دې ته په پام، د هغه ټیم د مهمو پوستونو لپاره احتمالي نوماندان ارزوي او دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې دوی د ټرمپ له لومړیتوبونو سره برابر دي.

په داسې حال کې چې ټرمپ تر ټاکنو وړاندې د واک د لېږد په تړاو د خپلو پلانونو په تړاو پټه خوله پاتې شوی، یو شمېر نومونه پر هغه نوملړ ور ډېریږي چې ښایي دده راتلونکې کابینه ترې غوره شي.

د سپینې ماڼۍ مشر به څوک وي؟


مېرمن بروک رولینز
پخوانۍ سلاکاره او د کورني پالیسي کارپوهه، رولینز په «امریکا لومړۍ پالیسي انسټیټیوټ" کې مهم رول لري. هغه د ټرمپ د لومړۍ دورې په ترڅ کې د هغه د قضایي دوسیې د پرمخ وړلو له امله ددرناوي وړ مېرمن ګڼل کیږي.

کیون مک کارتي
د استازو جرګې پخوانی رییس د ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ریاست لپاره یو مهم نوماند کېدای شي.

سوسي ویلز
د ټرمپ د کمپاین درناوي وړ مدیره، چې د سپینې ماڼۍ تجربه لري او له پخواني ولسمشر سره ښه کار کولای شي، خو سرچینې وایي چې نوموړې له دې څوکۍ سره ښایي راښکون ونه ښیي.

د بهرنیو چارو وزیر:


ریک ګرینل
په جرمني کې د امریکا پخوانی سفیر او د ملي استخباراتو سرپرست رییس د ټرمپ یو باوري ملګری پاتې شوی او د ټرمپ په ډله کې د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د وړ کس په توګه یادیږي.
له میلانیا ټرمپ سره د هغه اړیکې دده چانس لا ډېروي.

بیل هیګرټي
له ټینیسي ایالت نه جمهوري غوښتونکی سناتور او په جاپان کې د امریکا پخوانی سفیر هیګرټي د چین په اړه د خپل سخت دریځ او د «امریکا لومړی» بهرنۍ پالیسۍ له امله مشهور دی.

مارکو روبیو
د فلوریډا سناتور او د ټرمپ ټینګ ملاتړی، چې ډېر یې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د تخصص له امله یادونه کوي.پر دې سربېره دغه پوسټ ته د رابرټ اوبراین او مارکو روبیو نومونه هم اخستل کیږي.


د دفاع وزیر:


مایک پومپیو
د ټرمپ د سي آی اې پخوانی رییس او د بهرنیو چارو وزیر، د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ لید ته د پومپیو اوږدمهاله وفاداري هغه د بهرنیو چارو وزیر یا دفاع وزیر لپاره احتمالي نوماند ګرځوي.
ټام کاټن
د ارکنساس سناتور او د عراق جګړې تجربه لرونکی، کاټن د ټرمپ کلک مدافع دی او په پراخه کچه د پنټاګون مشرتابه لپاره د پیاوړي نوماند په توګه مطرح کیږي.

لوی څارنوال:


مایک لي- محافظه کار سناتور، چې د هغه د قانوني شالید او له ټرمپ سره د ژورو اړیکو له امله مطرح دی، د لوی څارنوال/عدلیې پوسټ لپاره د لوړ نوماند په توګه لیدل کیږي، یو داسې موقف چې کولی شي د ټرمپ د دویمې دورې په اجنډا کې مهم رول ولوبوي.

کیم پاکسټن
د تکزاس لوی څارنوال د عدلیې وزارت لپاره د بل احتمالي انتخاب په توګه یادیږي. ټرمپ د پاکسټن د وړتیاوو ستاینه کړې او په عامه توګه یې د دې پوسټ لپاره په پام کې نیولی.

د مالیې وزیر:


رابرټ لایټیزر - د ټرمپ په تېره دوره کې د هغه د سوداګرۍ استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. تمه کیږي چې لایټیزر د ټرمپ په دویمه دوره کې د ټرمپ د تعرفو پالیسیو په پلیتابه کې کلیدي رول ولوبوي.

لاري کودلو
پخوانی اقتصادي سلاکار او نامتو اقتصاد پوه د مالیې وزارت لپاره د بل احتمالي نوماند په توګه یادیږي. له ټرمپ سره د هغه د اوږدې مودې اړیکو او د امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ کې رول ته په پام مهم کس دی.

جان پاولسن
میلیاردر تمویل کوونکی جان پاولسن، د ټرمپ نږدې متحد دی او د رپوټونو له مخې د مالیې وزارت څوکۍ لپاره پرې خبرې شوې دي.

هاوارډ لوټنیک
میلیاردر لوټنیک له لینډا مکماون سره یوځای د ټرمپ د «امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ» څارنه کوي. له ټرمپ سره د هغه نږدې اړیکې ښایي نوموړي ته په کابینه کې د غړیتوب لاره اواره کړي.

د ټلګراف ورځپاڼې په باور، راتلونکې ګومارنې به د ټرمپ دا هیله پرځای کړای شي چې نوموړی یې په حکومت کې د باور وړ متحدانو د راغونډولو په اړه لري.
په داسې حال کې چې ډیری دغه نومونه یوازې د خلکو پر ژبو دي، یو څیز ډاډمن دی: د ټرمپ کابینه به له داسې کسانو ډکه وي چې د هغه "امریکا لومړی" نظریه او د هغه د سیاسي اجنډا تعقیبولو ته ژمن وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ هغه وفادار ملګري چې ښایي وزیران شي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

ټرمپ د ولسمشرۍ په خپله دویمه دوره کې د کابینې د کلیدي رولونو لپاره پر خپلو وفادارو ملګرو غور کوي.

ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ دورې ته تیاری نیسي او هوډ لري چې د خپلو وفادارو ملګرو له ډلې سره چې د هغه د "امریکا لومړی" لید ملاتړ کوي، له نږدې کار وکړي.

د ټرمپ د تېرې دورې په پرتله چې ډیر لوړ پوړي چارواکي پکې بدل شول، ټرمپ به په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې کابینې د ټاکلو په برخه کې له ورته تېروتنو ډډه وکړي.

د ټلګراف ورځپاڼې د تحلیل له مخې، ټرمپ له نوموتي پوډکاسټر جو روګن سره په یوه مرکه کې خپلې پخوانۍ تېروتنې ومنلې او و یې ویل ، "تر ټولو لویه تېروتنه چې ما کړې، ځینې خلک مې غوره کړل چې ما باید نه وای غوره کړي." دې ته په پام، د هغه ټیم د مهمو پوستونو لپاره احتمالي نوماندان ارزوي او دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې دوی د ټرمپ له لومړیتوبونو سره برابر دي.

په داسې حال کې چې ټرمپ تر ټاکنو وړاندې د واک د لېږد په تړاو د خپلو پلانونو په تړاو پټه خوله پاتې شوی، یو شمېر نومونه پر هغه نوملړ ور ډېریږي چې ښایي دده راتلونکې کابینه ترې غوره شي.

د سپینې ماڼۍ مشر به څوک وي؟


مېرمن بروک رولینز
پخوانۍ سلاکاره او د کورني پالیسي کارپوهه، رولینز په «امریکا لومړۍ پالیسي انسټیټیوټ" کې مهم رول لري. هغه د ټرمپ د لومړۍ دورې په ترڅ کې د هغه د قضایي دوسیې د پرمخ وړلو له امله ددرناوي وړ مېرمن ګڼل کیږي.

کیون مک کارتي
د استازو جرګې پخوانی رییس د ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ریاست لپاره یو مهم نوماند کېدای شي.

سوسي ویلز
د ټرمپ د کمپاین درناوي وړ مدیره، چې د سپینې ماڼۍ تجربه لري او له پخواني ولسمشر سره ښه کار کولای شي، خو سرچینې وایي چې نوموړې له دې څوکۍ سره ښایي راښکون ونه ښیي.

د بهرنیو چارو وزیر:


ریک ګرینل
په جرمني کې د امریکا پخوانی سفیر او د ملي استخباراتو سرپرست رییس د ټرمپ یو باوري ملګری پاتې شوی او د ټرمپ په ډله کې د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د وړ کس په توګه یادیږي.
له میلانیا ټرمپ سره د هغه اړیکې دده چانس لا ډېروي.

بیل هیګرټي
له ټینیسي ایالت نه جمهوري غوښتونکی سناتور او په جاپان کې د امریکا پخوانی سفیر هیګرټي د چین په اړه د خپل سخت دریځ او د «امریکا لومړی» بهرنۍ پالیسۍ له امله مشهور دی.

مارکو روبیو
د فلوریډا سناتور او د ټرمپ ټینګ ملاتړی، چې ډېر یې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د تخصص له امله یادونه کوي.
پر دې سربېره دغه پوسټ ته د رابرټ اوبراین او مارکو روبیو نومونه هم اخستل کیږي.

د دفاع وزیر:


مایک پومپیو
د ټرمپ د سي آی اې پخوانی رییس او د بهرنیو چارو وزیر، د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ لید ته د پومپیو اوږدمهاله وفاداري هغه د بهرنیو چارو وزیر یا دفاع وزیر لپاره احتمالي نوماند ګرځوي.
ټام کاټن
د ارکنساس سناتور او د عراق جګړې تجربه لرونکی، کاټن د ټرمپ کلک مدافع دی او په پراخه کچه د پنټاګون مشرتابه لپاره د پیاوړي نوماند په توګه مطرح کیږي.

لوی څارنوال:


مایک لي- محافظه کار سناتور، چې د هغه د قانوني شالید او له ټرمپ سره د ژورو اړیکو له امله مطرح دی، د لوی څارنوال/عدلیې پوسټ لپاره د لوړ نوماند په توګه لیدل کیږي، یو داسې موقف چې کولی شي د ټرمپ د دویمې دورې په اجنډا کې مهم رول ولوبوي.

کیم پاکسټن
د تکزاس لوی څارنوال د عدلیې وزارت لپاره د بل احتمالي انتخاب په توګه یادیږي. ټرمپ د پاکسټن د وړتیاوو ستاینه کړې او په عامه توګه یې د دې پوسټ لپاره په پام کې نیولی.

د مالیې وزیر:


رابرټ لایټیزر - د ټرمپ په تېره دوره کې د هغه د سوداګرۍ استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. تمه کیږي چې لایټیزر د ټرمپ په دویمه دوره کې د ټرمپ د تعرفو پالیسیو په پلیتابه کې کلیدي رول ولوبوي.

لاري کودلو
پخوانی اقتصادي سلاکار او نامتو اقتصاد پوه د مالیې وزارت لپاره د بل احتمالي نوماند په توګه یادیږي. له ټرمپ سره د هغه د اوږدې مودې اړیکو او د امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ کې رول ته په پام مهم کس دی.

جان پاولسن
میلیاردر تمویل کوونکی جان پاولسن، د ټرمپ نږدې متحد دی او د رپوټونو له مخې د مالیې وزارت څوکۍ لپاره پرې خبرې شوې دي.

هاوارډ لوټنیک
میلیاردر لوټنیک له لینډا مکماون سره یوځای د ټرمپ د «امریکا لومړی پالیسي انسټیټیوټ» څارنه کوي. له ټرمپ سره د هغه نږدې اړیکې ښایي نوموړي ته په کابینه کې د غړیتوب لاره اواره کړي.

د ټلګراف ورځپاڼې په باور، راتلونکې ګومارنې به د ټرمپ دا هیله پرځای کړای شي چې نوموړی یې په حکومت کې د باور وړ متحدانو د راغونډولو په اړه لري.
په داسې حال کې چې ډیری دغه نومونه یوازې د خلکو پر ژبو دي، یو څیز ډاډمن دی: د ټرمپ کابینه به له داسې کسانو ډکه وي چې د هغه "امریکا لومړی" نظریه او د هغه د سیاسي اجنډا تعقیبولو ته ژمن وي.

د ایران د حکومت ویانده: د ټرمپ د بریا په اړه اندېښنه نه لرو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلو ته په اشارې وویل؛ دغه موضوع له ایران سره خاص اړیکه نه لري. هغې زیاته کړه، چې د امریکا او ایران عمومي سیاستونه ثابت دي او په امریکا کې د ولسمشرانو له بدلون سره تغير نه کوي.

مهاجراني وویل د ایران له نظره ټرمپ او هارېس ډیر توپیر نه لري.

په ورته وخت کې هغې د امریکا په ولسمشرۍ کې د ټرمپ شتون ته په اشارې سره وویل، « وړاندوینې له مخ کې پلان شوي» او د خلګو په ژوند کې به هیڅ بدلون را نه شي.

مهاجراني زیاته کړه: «د تیرو څلورو لسیزو او په ځانګړي ډول د تیرو لسو کلونو بندیزونو ته په پام سره، هیواد لا پیاوړی شوی او موږ د ټرمپ د رایې په اړه اندیښمن نه یو.»

د پزشکيان د حکومت ویاندې د ټرمپ په نوې ادارې کې د ایران په خلاف د نویو بندیزونو د لګولو په یوې وړاندوينې سره وویل: «پخوانیو بندیزونو زمونږ داخلی قوت ډیر پیاوړی کړ او د نن ورځې اقتصاد په دې لاره کې د مقابلې توان لری.»

په دوو مهمو ایالتونو پنسلوانیا او میشیګن کې د چټکو پایلو وړاندوینه شوې ده

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د پنسلوانیا او میشیګن کلیدي ایالتونو چارواکو وویل، چې تمه کېږي د سې شنبه د ټاکنو پایلې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو په پرتله ژر وشمېرل شي.

د پنسلوانیا والي دا هم وویل، چې د تېر ځل په پرتله چې د کرونا وخت و، سږکال په دغه ایالت کې پوستي رای پاڼې شاو خوا یو میلیون کمې وغوښتل شوې.

تر دې مخکې د فلادلفیا د ښار کمېشنر ویلي و، چې په اوسنیو ټاکنو کې به د رایو بیا شمېرنه د تېرې دورې په پرتله ډېره چټکه وي.

هغه د رایو د شمېرنې د وسایلو او د رایو د شمېرنې پروسو ښه والی د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایو د پایلو د سرعت یو له عمده لاملونو څخه بللي دي.

ټرمپ: که ټاکنې عادلانه وي پایله یې منم

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ وایي، چې که د امریکا ټاکنې "عادلانه" وې، د ټاکنو پایلې به ومني. ټرمپ په فلوریډا کې د رایې ورکولو پر مهال وویل: "که دا ټاکنې عادلانه وي او زه یې وبایلم، زه به لومړی کس اوسم چې دا پایلې ومنم.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ۲۰۲۰کال له ټاکنو وروسته د ټرمپ د پلویانو له خوا د تاوتریخوالو د بیا تکرار احتمال په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې د ټاکنو د نه ګټلو په صورت کې به ایا هغه په خپلو پلویانو غږ وکړي، چې ارامه شي؟

هغه ځواب ورکړ: «زه قطعا هېڅ ډول تاوتریخوالی نه غواړم." هغه زیاته کړه: «بې له شکه چې هېڅ تاوتریخوالی به نه وي. زما ملاتړي د تاوتریخوالي غوښتونکي نه دي.»

د ټرمپ پخواني وکیل روډي جولیاني هم ډیلي ټېلګراف ته وویل، چې هغه د درغلۍ نښې نه دي لیدلي، خو دغه راز یې زیاته کړه: "زه پوهېږم چې له فاسدو ډېموکراتانو هر څه ممکن دي."

د پي ټي ای غړي له پاکستاني الاصله امریکایانو غوښتي چې ټرمپ ته رایه ورکړي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۶ GMT+۰

په برېتانیا او اروپا کې د عمران خان ارتباطي کس او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي غړي له پاکستاني الاصله امریکایانو غوښتي، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړي.

صاحب زاده جهانګیر پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «د نومبر په پڼځمه د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو کې زه له ټولو پاکستاني الاصله امریکایانو، د تحریک انصاف له پلویانو او د عمران خان له خواخوږو څخه غواړم، چې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړي.»

ښاغلي جهانګیر ویلي، چې ټرمپ په خپلې تېره دوره کې له پاکستان سره په «عزت او وقار» چلند کړی دی.

جهانګیر د ټرمپ د بریا په اړه وویل: «د هغه بریا د سوله ییزې نړۍ لپاره مهمه ده.»