مسکو وايي امریکا ته لا هم د روسیې د دوښمن هېواد په سترګه ګوري

د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بري پسې مسکو وايي، متحده ایالتونو ته لا هم د روسیې د دوښمن هېواد په سترګه کوري.

د کرملین ماڼۍ ویاند زیاتوي، واشنګټن د مسکو پرضد د اوکراین په جګړه کې مخامخ او څنګزن ښکېل دی.

دیمیتري پیسکوف بیا هم د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د دغه هېواد کورنۍ مسله وبلله.