زېلېنسکي: موږ د روسیې له یرغل څخه ازاد ژوند، پیاوړې امریکا او قوي اوکراین غواړو
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي: «د روسیې له یرغل څخه ازاد ژوند، یوه پیاوړې امریکا او قوي اوکراین غواړو.»
زېلېنسکي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره کړي.
هغه وویل، چې د امریکا د ۴۵ ولسمشر «د ځواک له لارې سوله» د خبرو اورېدل د دوی لپاره په اوکراین او په ټوله اروپا کې تل مهمه وه.
نوموړي زیاته کړه: «کله چې دغه اصول د ۴۷ ولسمشر پر پالیسۍ بدل شي، نو بې له شکه چې امریکا او ټوله نړۍ به ترې ګټه واخلي.»
زېلېنسکي خپلو خبرو کې د امریکا ۴۰م ولسمشر رونالډ رېګن ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دا کوم تصادف نه دی چې رونالډ رېګن په دې ورځو کې ډېر یادیږي. خلک باور غواړي، دوی ازادي غواړي. زموږ لپاره دا په دې معنا ده، چې د روسیې له یرغل څخه پاک ژوند، د یوې پیاوړې امریکا، یو قوي اوکراین او پیاوړي متحدینو غواړو.»
بل خوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو کوم پلان نه لري.